António Egas Moniz – انتونیو ایګاز مونیز

بشپړ نوم یې (António Caetano de Abreu Freire Egas Moniz) ده. د ۱۸۷۴ کال، د نومبر په ۲۹ نېټه، اوانسا پورټ کې زېږېدلی او د ۱۹۵۵ کال، د ډسمبر په ۱۳ نېټه، په لیزبون کې مړ شوی. د پرتګال د مغز او عصابو متخصص (neurologist) او سیاست پوه (statesman) وو، د ذهني بې نظمیو لپاره د جراحي تاسیس کوونکی ده. له والټر هیس (Walter Hess) سره یې په ګډه په کال ۱۹۴۹ کې په طب کې د (prefrontal leucotomy or lobotomy) له امله نړیواله جایزه ترلاسه کړه – لوبوټومي (lobotomy) د جراحي یو بهیر ده په کوم کې چې د مغز په دواړو نیمو کرو کې د عصابو لارې په نورو برخو کې کارول کیږي او پخوا دا بهیر د (schizophrenia, manic depression and mania or bipolar disorder and other mental illnesses) د درملنې لپاره کارېده.
 
د ۱۹۱۱–۴۴ کلونو ترمنځ په (University of Lisbon) پوهنتون کې د عصابو د رشتې پروفیسر وو. د ۱۹۲۷–۳۷ کلونو ترمنځ یې د عصابو د انجیو ګرافي په اړه په لمړي ځل مالومات خپاره کړل – د عصابو انجیو ګرافي (cerebral angiography) یوه طریقه ده په کومه کې چې د عصابو د رګونو هغه وینه لیدل کیدای شي کومه چې ایکس رې نشي انځور کولای او د لیدلو لپاره یې په (carotid artery) کې تذریق اته اړتیا ده. دا طریقه د سر کوپړۍ په داخل کې د ناروغیو د تشخیص لپاره زیاته ګټوره وه لکه په سر کې تومور یا مغز کې د هیپوفیز مرغړیو (pituitary gland) تشخیص.
 
له دې پرته د سیاست په ډګر کې هم فعال وو. د ۱۹۰۳ – ۱۹۱۷ ترمنځ د پرتګال د پارلمان غړی وو، د ۱۹۱۷–۱۸ کلونو تر منځ په مادرید کې د پرتګال وزیر وو او د ۱۹۱۸–۱۹ کلونو ترمنځ په (Paris Peace Conference) کې د پرتګال استازی وو.
Moniz
António Egas Moniz For image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons