A.A. Michelson

بشپړ نوم یې (Albert Abraham Michelson) ده. د ۱۸۵۲ کال، د ډسمبر په ۱۹ نېټه، د پروسیا په سټرېلنو اوسمهال پولنډ کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ کال، د مې میاشت په ۹ نېټه، د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په پساډینا کې مړ شوی. په جرمني کې پیدا شوی امریکایی فزیک پوه وو، د وړانګو د کچې له امله نامتو وو، د وړانګو کچه یې د فزیکي ثبات په توګه (fundamental constant) تاسیس کړه، د نامتوالي ځانګړی لامل یې (Michelson–Morley experiment) تجربه وه. له دې پرته یې سپیکټروسکوپي (Michelson–Morley experiment) او د هوا پېژندنې څېړنې کړي په کال ۱۹۰۷ کې یې فزیک کې د چارو له امله نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
 
مایکلسن کله چې دوه کلن وو له خپل مور او پلار سره متحده ایالتونو ته ولاړ. په ۱۷ کلنۍ کې یې په (United States Naval Academy) کې داخله وکړه چېرې چې په ساینس کې ښه وو خو په سمندري چارو کې نا لایقه وو. په کال ۱۸۷۳ کې فارغ شو او په اکاډمۍ کې د ۱۸۷۵ – ۱۸۷۹ کلونو ترمنځ استاد شو. په کال ۱۸۷۸ کې یې په کور کې جوړو شوو توکو باندې د وړانګو په دقیقه کچه کولو چاره پیل کړه. له څه مودې وروسته یې د اپټیک لوستلو سره علاقه پیدا کړه تر څو د وړانګو کچه کې ورسره مرسته وکړي. په کال ۱۸۸۰ کې یې اروپا ته سفر وکړ او دوه کاله په بیرلین او پاریس کې تېر کړل. په کال ۱۸۸۱ کې یې د متحده ایالتونو له سمندري چارو استعفا وکړه. کله چې بېرته متحده ایالتونو ته ولاړ نو دا یې مالومه کړه چې په یوه ثانیه کې د نور سرعت ۲۹۹۸۵۳ کیلو متره ده. دا ارزښت د یوه نسل لپاره ګټور مالومات پاتې شول خو وروسته یې دا مالومات بهتر کړل.
 
په کال ۱۹۲۳ کې یې له ډېرو چارو وروسته بېرته د وړانګو په دقیق سرعت مالومولو کار پیل کړه. په یوه غره کې یې په یوې هیندارې چې اته اړخون یې لرل چاره پیل کړه او د وړانګو سرعت یې په ثانیه کې ۲۹۹۷۹۸ تر لاسه کړ. کله یې چې بیا د وړانګو کچه کوونه پیل کړه له تجربې وروسته مخکې تر محاسبې او ارزونې مړ شو خو په کال ۱۹۳۳ کې یې پایله بل کس اعلان کړه او په ثانیه کې د وړانګو سرعت ۲۹۹۷۷۴ کیلو متره اعلان شو. خو اوسنی اصلاح شوې بڼه کومه چې فزیک کې لوستل کیږي د وړانګو په خلاء کې سرعت په یوه ثانیه کې ۲۹۹۷۹۲۴۵۸ متره تقریبا ۳۰۰۰۰۰ کیلو متره یا ۱۸۶۰۰۰ مایله ده.

Albert Abraham Michelson2
Albert Abraham Michelson By Bunzil
Albert Abraham Michelson 1918
Albert Abraham Michelson 1918 By Harris & Ewing

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons