Amygdala – امیګدالا

امیګدالا ته په لاتیني کې (corpus amygdaloideum) نوم هم اخیستل کیږي، د یونانۍ ژبه له (ἀμυγδαλή, amygdalē) څخه اخستل شوی لفظ ده او مانا یې بادام ده. بادام ته ورته شکل لرونکي دوه ګروپونه دي. دانسان په شمول د ټولو پېچلو شمزي لرونکو د مغز (temporal lobes) په داخل کې موجود دي. څېړنو موندلې چې یاده برخه د یاد ساتنی، پرېکړو او د احساساتي غبرګون په بهرونو کې بنسټیز رول لري. په احساساتي بهیر کې وېره، تشویش او برید هم شامل ده. امیګدالا د لمبیک سیستم (limbic system) برخه ګڼل کیږي.
 
امیګدالا د مغز یوه برخه ده کومه چې په بنسټیزه توګه له احساساتي بهیر سره تړاو لري. د مغز په (temporal lobe) برخه کې د (hippocampus) مخې ته واقع ده. لکه د (hippocampus) په څېر جوړه شوی جوړښت لري او د مغز په هره نیمه کره یا غونډاري کې یو موجود ده. امیګدالا د (limbic system) یوه برخه ګڼل کیږي او خپله (limbic system) یوه عصبي شبکه ده کومه چې د احساس او حافظې په ډېرو برخو کې منځګړتوب کوي. مخکې ګمان کېده چې امیګدالا له ناخوښونکو احساساتو او انګېزو سره تړاو لري خو اوس موندل شوې چې له مثبتو احساساتو سره هم تړاو لري.
 
د امیګدالا فعالیت
امیګدالا د احساساتي زده کړې او چلند د ډېرو اړخونو تر منځ د منځګړتوب اړین رول لري. د انساني احساساتو شمېر خورا زیات ده له خوښۍ نیولې تر خپګانه پورې، همداسې د قناعت لپاره احساس او د نه قانع کېدو احساسات. ټول احساسات د ظرفیت واحد لري او د ظرفیت واحد یې مثبت یا منفي وي، همداسې ټول احساسات د شدت درجه لري احساس کمزوری یا قوي یا هم لوړ او ټیټ وي کوم چې عمل ته انسان تحریک کوي. د عصابو پر بنسټ د ژو د احساس مطالعه هم له امیګدالا څخه تر سره شوې او د مطالعې لپاره یې فزیولوجیکي او د چلند طریقې کارولي له کوم څخه یې چې د احساس د ظرفیت واحد (منفي – مثبت) او شدت (لوړ – کم ) معلوم کړي.
 
په ۲۰ پېړۍ کې فزیولوجي پوه (Heinrich Klüver) او د عصابو جراح (Paul C. Bucy) هغه بیزوګانې مطالعه کړې د کومو چې امیګدالا برخې زیان لیدلی وو یا یاده برخه ټپي شوې وه. د دې بیزوګانو تغذیه، چلند، احساس او د جنسي اړیکې لپاره چلند مطالعه شوی. د مطالعو پایلو کې ویل شوي چې امیګدالا داسې جوړښت وو کومو چې د پورته یادو شوو احساساتو د اړخونو ترمنځ منځګړتوب کوه.
 
ځینې بویونه، خوندونه او جنسي انځورونه کولای شي فزیولوجیکي او د چلند احساساتي حالتونه تولید کړي. د بوي د حس لپاره (cortico-medial) د عاطفي چلند منځګړتوب کوي.
 
د احساس پیدا کوونکي ته احساساتي غبرګون یوازې له ذاتي میکانیزم او زده کړې څخه نه رامنځته کیږي بلکې د پېژندنې د کنټرول په میکانیزم هم بدلیدای شي. د پېژندنې کنټرول د امیګدالا او (prefrontal cortex) ترمنځ فعل او انفعال رامنځته کوي. همدا بهیر ډېر اړین ده تر څو نورمال چلند خپل کړای شي.
 
که چېرې د امیګدالا فعالیت کې ستونزه پیدا شي نو له فزیولوجیکي بهیر سره تړلې ناروغۍ رامنځته کیدای شي، مختلف ډوله عصبي بې نظمي رامنځته کوي خو اغیز په ځانګړو میکانیزمونو تر اوسه کم موندل شوی. د امیګدالا او (prefrontal cortex) ترمنځ خپلمنځي اړیکه کومه چې د نورمال چلند خپلولو مسولیت په غاړه لري تر بلوغیت پورې نه بشپړ کیږي.
 
د امیګدالا جوړښت
هغه برخه چې د امیګدالا په نامه یادیږي د اړیکې او فعالیت مختلفو ځانګړنو لپاره مختلف جوړښتونه لري. په دې جوړښتونو کې (basolateral complex, the cortical nucleus, the medial nucleus, the central nucleus, and the intercalated cell clusters) شامل دي. د (basolateral complex) په فرعي (lateral) برخو وېشل شوی کوم چې د (the basal, and the accessory basal nuclei) په نومونو یادیږي. په اناتومیکه توګه امیګدالا ځینې وخت د (basal ganglia) برخه ګڼل کیږي.
 
په امیګدالا کې د هستو ګروپونه (group of nuclei) یا د نیورونونو خوشې یا غنچې (clusters of neurons) شاملې وي. له دې خوشو یا هستو یوه (basolateral complex) ده کومه چې تر ټولو لویه هسته یا خوشه ګڼل کیږي او د امیګدالا په دوه طرفونو او منځنۍ برخه کې وي، په دې برخه کې (lateral, basal, and accessory-basal nuclei) شاملې دي. کومې هستې چې یو بل څنګ کې دي له (sensory cortices) برخې د اخذه یا داخل ته ورکوونکو لوی ترلاسه کوونکې هستې دي په دې مانا څه چې (sensory cortices) داخل ته لېږدوي لویه برخه یې (lateral nucleus) تر لاسه کوي. په دې اخذه کې ټول موډلونه لکه لید، اورېدونه او داسې نور ټول شامل دي. د شخوند وهونکو ژو د اورېدو محرک کوونکي امیګدالا ته د مغز له (subcortical ) برخې کومه چې د (medial geniculate nucleu) په نامه پېژندل کیږي او په (thalamus) کې موقیعت لري په مستقیمه توګه راځي.
 
د امیګدالا (cortical and medial nuclei) هستې د (cortico-medial group) په نامه ګروپ جوړوي. د بوي د حس (Olfactory) په اړه مالومات له (olfactory bulb and pyriform cortex) څخه مستقیما (cortico-medial) ته ځي. دواړه (olfactory bulb and pyriform cortex) د بوي په حس کې فعایت کوي. د حس له اخذې یا داخل ته ورکړې پرته امیګدالا له (cortical and subcortical brain systems) څخه هم اخذه یا داخل ته ورکړه ترلاسه کوي. همداسې امیګدالا د مغز له (insula and from the hippocampus and rhinal cortices) برخو هم اخذه ترلاسه کوي. امیګدالا ته (Subcortical) مالومات له مختلفې هستو ورکول کیږي چې په دې کې هر (neuromodulatory system) هم شامل ده.
 
له امیګدالا څخه خروجي یا د مالوماتو بهر ته تګ (subcortical and cortical) جوړښتونو ته کیږي. منځنۍ یا مرکزي هسته خپل مالومات (subcortical) جوړښتونو ته بهر لېږدوي. د امیګدالا (basal and accessory-basal nuclei) هستې تر ټولو زیات مالومات بهر ته لېږي او د مالوتو ترلاسه کوونکی یې (cerebral cortex) ده.

Amyg
Amygdala By Washington irving
Constudoverbrain
Constud over brain By RobinH
MRI Location Amygdala up
MRI Location Amygdala up By Amber Rieder, Jenna Traynor, Geoffrey B Hall
Gray 718-amygdala
Gray 718-amygdala By Henry Vandyke Carter
Rorschach blot 03
Rorschach blot 03 By Hermann Rorschach Public domain since author died in 1922
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons