Ambidexterity – په مساوي توګه د دواړو لاسونو د کارونې وړتیا

په مساوي توګه یا هم په برابره اسانۍ د ښي او کیڼ لاس د کارونې وړتیا ده یا هم هغه حالت ده کوم کې چې انسان دواړه لاسونه په برابره توګه کارولای شي. دا د انساني مغز ځانګړنه ده چې فعالیت یا په ښۍ یا کیڼې نیمه کره کې سیمه ایز یا محدود کړي. په برابره کچه د دواړو لاسونو کارونه تر اوسه د بحث موضوع ده ځینې پوهانو د دواړو لاسونو د کارونې په اړه جنتیکي فرضیې او ځینو د چاپیریال ځواکونه وړاندیز کړي خو تر یوې کچې دواړه سم ګڼل شوي.
 
یوازې ۱% خلک په طبیعي توګه دواړه لاسونه په برابره توګه کارولای شي. په اوس وخت کې هغه خلک چې کیڼ لاسي دي دا یې زده کړي چې دواړه لاسونه په برابره توګه وکاروي او د زده کړې لامل یې په ښوونځي کې روزنه، په یوازې ځان تمرین او یا هم اړتیا ده ځکه چې ډېر جوړ شوي توکي د ښي لاس کارونکو لپاره تولید شوي. د ښي لاس کارونکي ممکن د ټپ یا لاس پرې کېدو له امله کیڼ لاسي شي. د دواړو لاسونو کارونه یوه وړتیا ده کومه چې ټایپینګ، جراحي، میوزیک، سپورت او د رسامۍ هنر کې اړینه ده.
ambidextrous
هغه کس چې په برابره توګه د دواړو لاسونو د کارونې وړتیا لري
Handedness
په طبیعي توګه د ښي یا کیڼ لاس له بل څخه زیاته کارونه (په دې مانا چې کیڼ لاسی تر ښي لاسي په طبیعي توګه کیڼ لاس سم کاروي او د کارولو هیله یې لري همداسې ښی لاسی تر کیڼ لاسي ښی لاس سم کاروي او په طبیعي توګه یې د کارونې هیله لري). د یوه لاس د کارونې وړتیا لرونکي ته وایي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons