Lightning – برېښنا

د برېښنا څرګنده خالي کېدنه ده او هغه وخت رامنځته کیږي چې د ورېځې یوه برخه اضافي مثبت یا منفي برېښنایي چارچ ته اړتیا پیدا کړي کوم چې د باد مقاومت له منځه وړلای شي. برېښنا ډېر وخت د ټکې له ورېځې (cumulonimbus clouds) سره مل وي خو په افقي توګه پراخو ورېځو (stratiform clouds) کې هم رامنځته کیږي، په افقي توګه پراخه ورېځ د واورې ورېدنې په توپان کې رامنځته کیږي. ځینې وخت په هغو ګازونو او دوړو کې هم برېښنا کیږي چې له اورشیندنې خپاره شوي وي.
 
د تالاندې پر وخت برېښنا د ورېځې داخل کې وي، د دوه ورېځو تر منځ وي، د ورېځ او د هوا تر منځ وي او یا د ورېځ او ځمکې تر منځ وي. کله چې په ورېځ کې منفي یا مثبت اضافي چارچ رامنځته شي برېښنا رامنځته کیږي. معمولا د ورېځې په پورته برخه کې د مثبت چارچ لویه برخه موجوده وي، د ورېځ منځ کې د منفي چارچ لویه برخه موجوده وي او کم مثبت چارچ د ورېځې لاندې برخه کې موجود وي. دا چارچونه د اوبو په قطرو کې یا د یخ په ټوټو کې موجود وي او یا هم په دواړو کې شته وي.
 
د ورېځې او ځمکې تر منځ برېښنا د لاندې کم مثبت او منځ کې د زیات منفي چارچ له امله رامنځته کیږي. دا بهیر کمه اندازه د ایونایز شوې (ionized air) هوا چینلونه پیدا کوي په کومه هوا کې چې خنثی مالیکولونه او اتومونه په چارچ لرونکو بدلیږي له دې سره بنسټیزه بریښنا پیدا کیږي او لاندې لور ته خپریږي، یاده برېښنا له څو څانګو جوړه شوې وي او دا ډول برېښنا ډېر وخت زیات منفي چارچ لري، له دې سره یو مخالف قطب هم پیدا کیږي چې دواړه له ځمکې تقریبا ۳۰ متره لوړه ارتفاع کې سره یو ځای کیږي او کله چې دا نښته سره بشپړ شي نو ورېځ په اغیزمنه توګه له ځمکې سره وصل کیږي او د ځمکې لخوا د وړانګې له سرعت څخه درې ځلې په چټکۍ یوه سپینه رڼا د ورېځ په لور انعکاس کوي. دا ټول بهیر ډېر چټک وي له ورېځې تر ځمکې برېښنا په ۳۰ ملي ثانیو کې او له ځمکې بېرته ورېځ ته په ۱۰۰ مایکرو ثانیو کې رسیږي.
 
د ټکې د تولیدو لامل د برېښنا په چینل کې د هوا ګرمېدنه ده او له همدې امله د هوا په فشار کې زیاتوالی رامنځته کېدنه ده. لوړ فشار په چینل کې له غږ تېز سرعت کې نور هم پراخوالی رامنځته کوي کوم چې د غږ څپې تولیدوي او د ټکې یا تندر په توګه اورېدل کیږي. د ټکې د غږ تولید لامل د برېښنا پېچلی هندسي خوځښت ده.
 
په ټوله نړۍ کې، په هر ثانیه کې له ۵۰ تر ۱۰۰ ځلو پورې برېښنا کیږي. د برېښنا پر وخت ساینس پوهان په کور کې د پاتې کېدو، موټر کې د ناستې، د کور له کړکیو او وسپنیزو تونلو د لرې ناستې سپارښتنه کوي تر څو د برېښنا د ټکان ښکار نشي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons