دغاښونو طب

د غاښونو طب معمولا د خولې د ناروغیو درملنه او مخنیوی کوي په دې ناروغیو کې د غاښونو خرابېدنه، د ووریو ناروغۍ (periodontal disease) په عامه انګرېزۍ کې ورته (gum diseases) هم وایي، همانیزه یې (pyorrhea or periodontitis) دي شاملې دي. خو له دې پرته د غاښ وېستنه (tooth extraction) او د خراب شوي یا لوېدلي غاښ رغونه (restoration of teeth) هم کوي، د جراحي له لارې د مات یا خراب شوي غاښ پاتې برخه راباسي او د ریښې د کانال درملنه کوي.
 
په کال کې دوه ځلې د غاښونو ډاکټر ته تلل اړین دي تر څو د ناروغیو مخنیوی وکړل شي. خو له دې پرته که چېرې خوله کې پړسوب ولیدل شي باید هرو مرو د غاښونو له ډاکټر سره ولیدل شي تر څو په وخت د خطرناکو ناروغیو لکه دهډوکي پوده کېدل (osteoporosis)، د شکر ناروغي، سرطان او د سلیاک ناروغي (celiac disease) تشخیص شي. سلیاک یا کویلیاک یوه ناروغي ده کومه چې په بنسټیزه توګه په وړو کلمو اغیز کوي. مطالعو ښودلې چې د ووریو ډېرې ناروغۍ د زړه له ناروغیو، له مودې مخکې زېږون او د شکر له ناروغۍ سره تړاو لري.
 
د زده کړو له بشپړ کولو وروسته کولای شي غاښونه ډک کړي یا ورغوي (تاج، پلونه او ډکونه) د غاښونو رادیو واخلي یا یې ایکس رې (radiographs) وکړي، د غاښونو ریښه وباسي او یا د ریښې درملنه وکړي کوم ته چې انګرېزۍ کې (endodontic) وېل کیږي خو د (root canal therapy) اصطلاح هم ورته کاریږي، د ووریو درملنه وکړي (gum therapy)، غاښ وباسي، د غاښونو او خولې ازموینه وکړي او ناروغي تشخیص کړي. د غاښونو ډاکټر ناروغ ته د درملو نسخه هم ورکولای شي لکه د انتیبیوتیک درملو او ارام ورکونکي درمل (sedative drug).
 
په متحده ایالتونو کې ډېر د غاښونو ډاکټران تر ۳ کالو پورې زده کړې کوي خو یوازې د لسانس دیپلوم تر لاسه کولای شي، د غاښونو د جراح کېدو (Doctor of Dental Surgery) یا یا د غاښونو د ډاکټر کېدو (Doctor of Dental Medicine) لپاره ماسټري کولو ته اړتیا لري او د ماستري تر لاسه کولو لپاره زده کړې یې څلور کاله دي. خو د مخ او ژامو سره تړاو لرونکې جراحي لپاره او د اېمپلنټ کارونې لپاره نورو زده کړو ته اړتیا لري.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons