Dentistry – د غاښونو درملنه

د طب یوه څانګه ده په کوم کې چې د خولې مطالعه، د ناروغیو تشخیص، د نارغیو مخنیوی او درملنه، بې نظمي او د خولې د حالتونو مطالعه شامله ده. له دې پرته د خولې مخاط او ورسره تړلي جوړښتونه او نسجونه په ځانګړې توګه له ژامې او مخ سره تړاو لرونکې برخې (maxillofacial) مطالعه کوي. د غاښونو درملنه په اساسي توګه د غاښونو د بې نظمۍ او خرابېدو درملنه او مخنیوی کوي خو یاده رشته یوازې په دې نده محدوده بلکې د سر کوپړۍ او مخ سره تړاو لرونکې برخې (craniofacial complex) هم پکې شاملې دي په کوم کې چې له (temporal bone) هډوکي تر تر لاندینۍ ژامې پورې برخه شامله ده او دې برخې ته د (temporomandibular joint) نوم اخلي. د غاښونو درملنه د ستوماتولوجي (stomatology) تخصص ده.
 
دغاښونو درملنه کې یوازې د غاښونو ډاکټر نه وي شامل بلکې یو بشپړ ټیم وي : د غانو ډاکټر او ورسره مرستندویه لکه (dental assistants, dental hygienists, dental technicians, as well as dental therapists).
 
د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې د غاښونو ډاکټر یوازې شخصي کلنیک نلري بلکې په زندان کې، په پوځ او داسې نورو ادارو کې هم کار کوي. د غاښونو طب له ډېر پخوا دود ده داسې شواهد موندل شوي چې ۹۰۰۰ کاله وړاندې په غاښونو کې سوری کیده کوم دود چې له زېږېدیز کال ۳۳۰۰۰ کاله وړاندې د هاراپان دورې له ایندوس تمدن (Harappan periods of the Indus Valley Civilization) پاتې ده.
 
د (dentistry) لفظ له (dentist) څخه اخیستل شوی او (dentist) لفظ د فرانسوۍ ژبې له (dentiste) څخه اخیستل شوی او په لاتیني او فرانسوي ژبه کې یې مانا غاښ ده. دغاښونو ساینسي مطالعې ته (odontology) وایي کوم چې د یونانۍ ژبې له (ὀδούς odoús) څخه اخیستل شوی، په دې کې د غاښونو جوړښت، وده او بې نظمۍ مطالعه کیږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons