د غاښونو طب کې تخصص

د غاښونو ځینې ډاکټران له خپلې بنسټیزې ډګري یا دیپلوم له ترلاسه کولو وروسته نورې روزنې ته دوام ورکوي کومه چې په هر ځای کې توپیر لري. لاندې د هرتخصص انګرېزي نوم او پښتو تعریف دواړه وګورئ:
Dental public health
د خولې له روغتیا سره تړاو لرونکې د عامه روغتیا د پالیسۍ او د ایپیډیمیو لوجي (Epidemiology) مطالعه ده. – ایپیډیمیو لوجي د طب یوه څانګه ده کومه چې د ناروغیو له وېش، پېښې او ممکن کنټرول سره کار لري.
Conservative dentistry and endodontics
د غاښونو د ساتنې هنر او ساینس دواړه دي خو که چېرې غاښ د خرابېدو یا له امله یا هم کومې بلې وجې له امله زیان لیدلی وي او درملنه یې رغونه وي، خو که چېرې د ریښې کانال پکې شامل وي نو تخصص سره د (endodontics) هم اضافه کیږي او دا ډول تخصص په هند کې کیږي.
Endodontics
په انګرېزۍ کې ورته (endodontology) هم وایي. د غاښونو د ریښې یا د ریښې د کانال درملنه ده د پلپ (pulp) او د پېریاپیکال نسجونو (periapical tissues) د ناروغیو مطالعه ده.
Forensic odontology
د غاښونو په اړه شواهد راغونډول او د دې شواهدو په قانون کې کارونه ده. دغه چاره هغه د غانو ډاکټر تر سره کوي چې په همدې څانګه کې تخصص لري. د دې ډول ډاکټر دنده اسناد جوړونه او د کس پېژندنه وي.
Geriatric dentistry or Geriodontics
لمړی دا چې د غاښونو دا ډول ډاکټر له نورو روغتیایي ټیمونو سره په ګډه کار کوي. د هغو خلکو د غاښونو ډاکټر وي چې زیات عمر لري او دنده یې د زیات عمر له امله د خراب شوي غاښ درملنه او له زیات عمر سره تړاو لرونکې د غاښونو د ناروغیو مطالعه، تشخیص، درملنه او مخنیوی وي
Oral and maxillofacial pathology
د خولې د ناروغیو د تشخیص څانګه ده خو ډېر کم وخت یې درملنه هم کوي
Oral and maxillofacial radiology
په هغې رادیو یا اېکس رې کې د ناروغیو تشرېح کوي چې له غاښونو او ووریو اخیستل شوې وي
Oral and maxillofacial surgery
د غاښونو دا ډول ډاکټر غاښونه باي، غاښونه ږدي، د ژامې، خولې او مخ جراحي کوي
Oral biology
دا ډول ډاکټران د سر د کوپړۍ، مخ او غاښونو په بیولوجي کې څېړنې کوي
Oral Implantology
د غاښونو په اېمپلمنټ چې یو ډول اله ده د همدې په ذریعه د وېستل شوي غاښ پر ځای بل غاښ ږدي
Oral medicine
د تخصص په دې څانګه کې د خولې د مخاطي ناروغیو کلنیکي ارزونه او تشخیص کیږي
rthodontics and dentofacial orthopedics
غاښونه سیده کوي او د لاندې ژامې په هډوکي کار کوي
Pediatric dentistry or pedodontics
د ماشومانو د غاښونو طب ده
Special needs dentistry
دا ډول د غاښونو ډاکټران د معلولینو یا د معلولیدو په حال کې خلکو درملنه کوي
Veterinary dentistry
د ژو یا حیواناتو د غاښونو ډاکټر وي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons