Methane burp hypothesis

په انګرېزۍ کې د (gas hydrate dissociation hypothesis) نوم هم ورته اخلي. په سمندر پوهنه او اقلیم پوهنه کې د (Paleocene-Eocene Thermal Maximum PETM) تشرېح ده. د جیولوجیکي وخت انټروال یا د وخت واټن ده کوم چې تقریبا ۵۵ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی او ځانګړنه یې د سینو زویک عصر (Cenozoic Era) تر ټولو لوړه نړیواله تودوخه ده (یاد عصر ۶۵ میلیونه کاله وړاندې پیل شوی). په دې تیوري کې وېل شوي چې (Paleocene-Eocene Thermal Maximum PETM) هغه وخت پیل شو کله چې د سمندر په رسوباتو کې میتان په لوړه کچه ګرم شو او ګرمېدا یې په پراخه کچه په اتموسفیر او سمندر کې د خپرېدو لامل شوه. وروسته میتان اوکیسیډایز (oxidized) شو په دې مانا چې له اکسیجن سره یې ترکیب وکړ او کاربن ډایوکسایډ یې جوړ کړ. په اتموسفیر کې د کاربن ډایوکسایډ غلظت بړیواله تودوخه رامنځته کړه. په فلوریډا کې د سمندر لاندې د ځمکو د ښوېدنو کشف د یادې فرضې ملاتړ زیات کړ.
Mlo ch4 ts obs 03437
By NOAA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons