Power – قدرت

په فزیک کې قدرت د کار کولو نرخ ده، د وخت په یوه ځانګړي واحد کې د انرژۍ لېږد ده. لوری نلري او یو سکالر مقدار یا کمیت ده. د واحدونو په نړیوال سیستم کې کې ځواک ثانیه / جول (joule per second) اندازه کیږي. د قدرت د اندازه کولو لپاره بل دودیز کچه هارس پاور (horsepower) ده کوم چې د اس له ځواک سره پرتله کوونه ګڼل کیږي.
معادله یې : وخت/کار = قدرت
قدرت د زمان د تابع په توګه یو نرخ ده په کوم کې چې کار ترسره کیږي او معادله یې په لاندې توګه ده
P قدرت ده W کار ده او T وخت ده
د ثابت ځواک لپاره قدرت داسې لیکلای شو

په اوسط ډول قدرت

یوه ساده بېلګه د (2,4,6-trinitrotoluene) په پرتله د یوې کیلو سکرو سوزونه زیاته انرژي پرېږدي خو د (2,4,6-trinitrotoluene) تعامل د سکرو په پرتله انرژي ژر لېږدوي نو له همدې امله ډېر قدرت تولیدوي. که چېرې (ΔW) د کار مقدار وي او د وخت په (Δt) مودې کې ترسره شوی وي نو په اوسط ډول قدرت (Pavg) په ځانګړي وخت کې په لاندې ډول لیکو

که چېرې قدرت ثابت وي نو په وخت کې ترسره شوی کار په لاندې توګه ښودل کیږي
میکانیکي قدرت
په میکانیکي سیستم کې قدرت د ځواکونو او خوځښتونو یو ځای کېدنه یا ګډون ده.
برېښنایي قدرت
Horsepower plain
Horsepower plain By Sgbeer

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons