Alpine newt – الپین تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Ichthyosaura alpestris) دی. د اروپا تریتون دی او یو وخت یې نسل انګلستان او نیوزلنډ ته هم انتقال شوی وو. بشپړ ودې ته رسېدلی یې له ۷ تر ۱۲ سانتي متره پورې وي. د ملا رنګ یې له خړ تر نیله پورې وي او د ګېډې رنګ یې نارنجي وي. د نر رنګ یې د ښځې په پرتله ډېر روښانه وي په ځانګړې توګه د مثل د تولید په موده کې. اوسمهال یې د ډول غړي له منځه تللي خو مخکې د سمندر له سطحې په دواړو لوړو او ټیټو سیمو کې شته وو.

د کال ډېر وخت په ځنګل کې تېروي، یوازې د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته تګ کوي. له القاح وروسته ښځه هګۍ اچوي او خپله هره هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. لاروای بچیان یې په اوبو کې تر ۵ سانتي متره پورې وده کوي او له دې مودې وروسته یې بدن بدلون مومي او د واړه تریتون په شکل کې په وچه کې ژوند پیل کوي. ځینې وخت تر بشپړ ودې پورې هم خپل برانشونه لري او بدن یې بدلون ځنډوي. په وړو بې شمزیو ځان تغذیه کوي خو خپله هم د کبانو، مارانو او مرغانو خواړه دي.

نسل یې ۲۰ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی او ډیری مسلکي کسان ګمان کوي چې څلور فرعي ډولونه لري خو ټول پرې اتفاق نه کوي.

فرعي ډولونه

  • I. a. alpestris
  • I. a. apuana
  • I. a. cyreni
  • I. a. veluchiensis

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل اېکتیو سورا
د مثل تولید موده کې د الپین تریتون دوه نران
Sidebar



Share
Hide Buttons