Anderson’s crocodile newt – د انډرسن کروکوډایل تریتون

د انډرسن تریتون، ریوکیو اغزن تریتون، د جاپان زخې لرونکی تریتون نومونه هم ورته اخیستل کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Echinotriton andersoni) دی. په ایکینو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. په جاپان کې پیدا کیږي مخکې په تایوان کې هم شته وو خو اوس ګمان کیږي چې تایوان کې له منځه تللي.

بې څوکې څورب تریتون دی. پراخ مثلث ته ورته سر لري. په څنګونو کې له ۱۲ تر ۱۵ پورې موړې ته ورته بهر وتلي مرغړي لري. د ملا رنګ یې تور یا تور ته ورته نسواري وي. یوازې د لکۍ لاندې برخه او د پښو تلي یې زېړ ته ورته نارنجي رنګ کې وي.

د ژوند لپاره طبیعي چاپېریال یې د پراخو پاڼو ځنګلونه دي کوم چې کال ۱۲ میاشتې شینوالی لري، د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته ځي. په غیرې قانوني توګه د کورني ژوي په توګه د ساتنې سوداګرۍ لپاره نیول کیږي او یادې چارې یې د غړو شمېر بې کچې زیات کم کړی دی.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل ایکینو تریتون
Sidebar



Share
Hide Buttons