2017 سپتمبر

دوېم الکسندر – Alexander II

بشپړ نوم یې (Aleksandr Nikolayevich) ده. کال ۱۸۱۸، د اپرېل په ۲۹ نېټه، د روسې په مسکو کې زېږېدلی او په کال ۱۸۸۱، د مارچ په ۱۳ نېټه، سنت پېټرزبرګ کې مړ شوی. د ۱۸۵۵–۸۱ کلونو تر منځ د روسې امپراتور وو. د الکسندر لیبرال فکر، نا ارامۍ او پرېشانۍ د کریمیا جګړې ته لمن… read more »

Aerarium – د خزانه دارۍ وزارت

د زېږون کال څخه ۵۰۹–۲۷ کلونو وړاندې تر منځ د پخواني یا قدیمي روم خزانه وه چې د زحل عبادت خانه کې (Temple of Saturn) کې ساتل کېده. په څنګ کې ورسره د ثبت دفتر (tabularium or record office) هم موجود وو. د دوه رسمي مالیاتي ادارو لخوا اداره کېده چې یو یې د ښار… read more »

بېس ګونګټې – Bess beetle

د کورنۍ نوم یې پاسالیدای (family Passalidae) ده، په انګریزۍ کې ورته (Bess-bug, Betsy Bug, or Horned Passalus Beetle) نومونه هم اخلي. د ګونګټو تقریبا ۵۰۰ ډولونه دي. او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. په استوایي سیمو کې ډېرې زېاتې دي خو څو ډولونه یې په شمالي امریکا کې هم پیدا کیږي…. read more »

کولیوپتېران – Coleopteran

د ډلې نوم یې کولیوپتېرا () ده، ټولې هغه ګونګټې او ویول دي چې د کولیوپتېرا په ډله کې شامل دي. دا د حشرو تر ټولو غټه ډله ده چې تقریبا ۴۰ % پېژندل شوې حشرې پکې شاملې دي. په کولیوپتېرا ډله کې تقریبا ۳۶۰۰۰۰ ډوله حشرې دي چې ډېره برخه یې د نړۍ په… read more »

Bee – د شاتو مچۍ

داپو ایدای لومړۍ کورنۍ (superfamily Apoidea)، تقریبا ۲۰۰۰۰ ډولونه لري، فرعي ډله یې اپوکریتا (suborder Apocrita) او د ډلې نوم یې هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) ده. چې په دې کې د شاتو مچۍ (honeybee or Apis)، بمبل مچۍ (bumblebee)، او د شاتو مچۍ ته ورته (wasps) هم شاملې دي. د غټو مچیو د اوږدوالي کچه یې له… read more »

کټمل – Bedbug

د کورنۍ نوم ېې سیمي سیدای (family Cimicidae)، تقریبا ۷۵ ډولونه لري او د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا (Heteroptera) ده. کټمل د انسان او نورو ګرمه وینه لرونکو حیواناتو له وینې زبېښلو ځان تغذیه کوي. سور نصواري رنګ لري، بدن یې څورب او تر ۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. وزرونه لري خو څرګند یا… read more »

اېچ ډبلیو بېټس – H.W. Bates

بشپړ نوم یې هېنري والټر بېټس (Henry Walter Bates) ده، د جنورۍ په ۸ نېټه، کال ۱۸۲۵، په انګلستان کې زېږېدلی او د فیبرورۍ په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۹۲، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د انګلستان طبیعت پوه (naturalist) او کاشف (explorer) وو. په کال ۱۸۴۴ کې بېټس د حشرو پېژندنې (entomology)… read more »

د اسمان څکالي بګ حشرې – Bat bug

د کورنۍ نوم ېې پولیکتېنیدای (family Polyctenidae) ده. د وینې زبېښونکو حشرو ۲۰ ډولونه دي. د ډلې نومې یې هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ده. دا حشرې بهرنی پرازیت ګڼل کیږي او ډېر وخت د ګرموسیمو د اسمان څکالي په غوږونو کې ژوند کوي. اوږدوالی ېې تر ۵ ملي متره پورې رسیږي. سترګې او وزرونه نلري، مخکینۍ… read more »

د ونې د پوستکي ګونګټې – Bark beetle

د ونې په پوستکي کې د اوسېدونکو ګونګټو تقریبا ۲۰۰۰ ډولونه دي. دا ګونګټې په سکولیتینای فرعي کورنۍ (subfamily Scolytinae) کې د امبروسیا ګونګټو (ambrosia beetles) سره ډلبندي شوي. د ډلې نوم کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. په ټوله نړۍ کې شته دي، استوانه اي شکل لري، معمولا له ۶ ملي متره وړې دي، نصواري او… read more »

چونجی پتنګ – Bagworm moth

د کورنۍ نوم یې پسیکیدای (family Psychidae)، د ډلې نوم ېې لېپیدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. په ټوله نړۍ کې شته دي. نر ېې ځواکمن بدن لري، وزرونه لري، کله چې وزرونه پراخ کړي پراخوالی ېې تر ۲۵ ملي متره یا یو انچ پورې وي، ښځینه ېې د چونجي شکل لري او بې وزرو ده. په… read more »

په شا لامبو وهونکې – Backswimmer

د کورنۍ نوم ېې نوټونېکتیدای (family Notonectidae) ده او د حشرو ټول هغه ګروپونه دي چې په هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ډله کې شامل دي. دا حشرې د دې وړتیا لري چې په شا باندې لامبا ووهي او نوم ېې هم له همدې ځانګړنې اخیستل شوی. اوږدوالی ېې تقریبا تر ۱۵ ملي متره پورې رسیږي. په… read more »

Assassin bug – قاتله حشره

د کورنۍ نوم ېې ریدو ویدای (family Reduviidae) ده، تقریبا ۷۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا یا هېمیپتېرا (Heteroptera or Hemiptera) ده. له ۵ تر ۴۰ ملي متره پورې اوږدوالی لري. خپله مښوکه چې درې برخې لري د خپل ښکار د سوري کولو لپاره کاروي تر څو ېې له جسد نه مایعات وزبېښي…. read more »

د سمنډول ګونګټې – Asparagus beetle

د نسل نوم ېې کریسیریس یا لېما (genus Crioceris or Lema) ده، د دوه نسلونو ګونګټې دي او د پاڼې کورنۍ غړي (leaf beetle family, Chrysomelidae) دي، د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. د غټو ګونګټو رنګ ېې سور، زېړ او تور ده، تر ۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري، د سمنډول بوټي… read more »

Asian longhorned beetle – د اسیا اوږده ښکرې ګونګټه

علمي نوم ېې انوپلوفورا ګلابري پینېس (Anoplophora glabripennis) ده او په انګریزۍ کې (Asian long-horned beetle) هم لیکل کیږي; د د ستوریز اسمان ګونګټه (starry sky beetle) نوم هم ورته اخیستل کیږي. د ګونګټو یو ډول ده، د کورنۍ نوم ېې سیرامبیسیدای (family Cerambycidae)، د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده؛ اصلي ځای ېې… read more »

Apterygote – بې وزره حشرې

ټولې هغه لومړنۍ حشرې دي چې وزرونه نلري او له وزر لرونکو حشرو (pterygotes) سره توپیر لري. په بله مانا اپټېریګوټ حشرې د پروتورانس (proturans)، کولېمبولانس (collembolans)، ډیپلورانس (diplurans) ګروپوبونو لومړنۍ حشرې دي. له دې پرته د زیجنتوما (Zygentoma)، ارکیوګناتا (Archaeognatha) او مونورا (Monura) ډلو ډولونه هم پکې شامل دي. د ځینې ګروپونو په اړه… read more »

افید – اېفېډ – Aphid

د کورنۍ نوم ېې افیديدای (family Aphididae) ده، په انګریزۍ کې ورته د نبات سپږه (plant louse)، او شین مچ (greenfly) یا غوا مېږی (ant cow) نومونه هم اخلي. ټولې هغه حشرې دي چې په هوموپتېرا ډله (order Homoptera) کې شاملې دي، نرم بدن لري او د نبات له شیرې ځان تغذیه کوي. دا حشرې… read more »

Antlion – انټلیون

د کورنۍ نوم ېې میرمېلیون تیدای (family Myrmeleontidae) ده، د حشرو ټول هغه ګروپونه چې په نیوروپتېرا ډله (order Neuroptera) کې شامل دي. لاروا بچیان ېې مېږیان ښکار کوي او له همدې ښکاري ځانګړتیا ېې نوم هم اخیستل شوی. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي خو اساسا په وچه رېګ لرونکې ځمکه کې ژوند کوي…. read more »

مېږي ته ورته د ګل ګونګټه – Antlike flower beetle

د انتیسیدای کورنۍ (family Anthicidae) تقریبا ۱۰۰۰ ډوله حشرې دي؛ د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. له ګلانو، پاڼو او وچو شو یا مړاوې شوو څانګو سره ژوند کوي. ډېرې حریصې دي او تل د خوړو په لټه کې وي. شکل ېې مېږي ته ورته ده، اوږدوالی ېې له ۲ تر ۱۲ ملي… read more »

مېږی – Ant

د کورنۍ نوم ېې فورمیسیدای (family Formicidae) دی. تقریبا ۱۰۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم ېې هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) دی. ټولنیز چلند لري او خپله کې یو ځای په کالونیو کې ګډ ژوند کوي. په ټوله نړۍ کې شته دي خو په ګرمو سیمو کې ېې زېات ډولونه پیدا کیږي. د بدن کچه ېې له… read more »

کمین نیونکې بګ حشرې – Ambush bug

د فیماتینای فرعي کورنۍ (subfamily Phymatinae) ده، او ۲۹۱ ډولونه لري؛ د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ده. زېات ډولونه ېې په استوایي امریکا او سیا کې پیدا کیږي. دا حشرې په ګلانو کې او یا د بوټي نورو برخو کې کمین نیسي تر څو په خپل ښکار برید وکړي او کله چې ښکار… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons