Aerarium – د خزانه دارۍ وزارت

د زېږون کال څخه ۵۰۹–۲۷ کلونو وړاندې تر منځ د پخواني یا قدیمي روم خزانه وه چې د زحل عبادت خانه کې (Temple of Saturn) کې ساتل کېده. په څنګ کې ورسره د ثبت دفتر (tabularium or record office) هم موجود وو. د دوه رسمي مالیاتي ادارو لخوا اداره کېده چې یو یې د ښار خزانه دار (urban quaestors) وو او د سنا (Senate) لخوا کنټرول کېده.
 
په تیورۍ کې، ټول عاید د خزانه دارۍ وزارت (aerarium) ته سپارل کېده او له دې څخه د عامه خلکو لپاره تنخوا یا پیسې ورکوونه چمتو کېده. له ولایتونو به پیسې هغه وخت مرکزي خزانې ته انتقالې دې کله به چې له ولایتونو اضافه شوې او والي به یې د انتقال امر وکړ. خو که چېرې په ولایتونو کې به د پیسو کمی رامنځته شو نو برعکس به اضافي لګښت له مرکزي خزانې ولایت ته ورکول کېده. ټول حسابونه (accounts) باید د خزانه دارۍ له وزارت سره په توازن کې وای. دا عبادت خانه د خزانه دارۍ له وزارته پرته د نورو اسنادو د ساتنې لپاره هم کارېده چې یوازې اجازه لرونکي کس ورته لاس رسی لرلای شو. لکه د قوانینو یا حقوقو ارشیف (laws archives)، فرمانونه (decrees)، او د سنا د مجلس د بحث اسناد (acta of the Senate).
 
په درېمه پېړۍ کې د خزانه دارۍ د وزارت ارزښت په اصولو کې ځکه کم شو چې ځینې خلکو پیسې ولګولې او د خزانه دارۍ وزارت ته یې حساب ورنکړ. تر ۵۶ زېږون کال پورې په دې خزانه کې ډېر اصول بدل او قوانین بدل شول خو وروستی قانون کوم چې نورم وګرځېد د دې وزارت لپاره دوه ریسان یا وزیران ټاکل وو.
 
په ۶ میلادي کال کې د روم اګوستوس امپراتور (emperor Augustus) یوه بله خزانه تاسیس کړه چې پوځي خزانه (aerarium militare or military treasury) وه او له دې وروسته په زړې خزانې باندې د زحل خزانه (aerarium Saturni) نوم کېښودل شو. په دوېمه پوځي خزانه کې د وراثت مالونه، د پلور پیسې او ملکیت جمع کېدل کوم چې بېرته غریبو سرتېرو ته د سوغات په توګه ورکول کېدې او یا دوی ته کور او ځمکه پرې اخیستل کېده. په پوځي خزانه کې دې امپراتور د پیسو او مالیاتو راغونډولو لپاره د خزانې ناظران یا خپل نایبان (emperor’s procurators) ټاکلي وو او د اداري کارونو لپاره یې درې قاضیان (praetors) ټاکلي وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons