بېس ګونګټې – Bess beetle

د کورنۍ نوم یې پاسالیدای (family Passalidae) ده، په انګریزۍ کې ورته (Bess-bug, Betsy Bug, or Horned Passalus Beetle) نومونه هم اخلي. د ګونګټو تقریبا ۵۰۰ ډولونه دي. او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. په استوایي سیمو کې ډېرې زېاتې دي خو څو ډولونه یې په شمالي امریکا کې هم پیدا کیږي. د بدن کچه یې له ۳۰ تر ۴۰ ملي متره پورې اوږده ده. دوه د وزرونو پوښونه یا ځانګړي قابونه لري د کوم لاندې چې وزرونه پټوي او د الوت پر وخت یې راباسي چې په انګریزۍ کې د حشراتو دې پوښونو ته (wing case) یا (elytra) نومونه اخلي. د دې ګونګټې د وزرو پوښونه ډېره ځلا لري او په همدې وجه کله کله د (patent-leather beetles) نوم هم ورته اخلي. په سر باندې یو هنډل لري چې مخې لور ته تاو شوی وي. ډېر وخت د خوسا شو لرګیو لاندې ژوند کوي. دواړه نر او ښځه لرګی خوري او په همدې خوسا شوو لرګیانو باندې خپل بچیان هم تغذیه کوي. نر او ښځه یې دواړه په داسې اواز خبرې کوي چې انسانان یې هم اوري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons