دوېم الکسندر – Alexander II

بشپړ نوم یې (Aleksandr Nikolayevich) ده. کال ۱۸۱۸، د اپرېل په ۲۹ نېټه، د روسې په مسکو کې زېږېدلی او په کال ۱۸۸۱، د مارچ په ۱۳ نېټه، سنت پېټرزبرګ کې مړ شوی. د ۱۸۵۵–۸۱ کلونو تر منځ د روسې امپراتور وو. د الکسندر لیبرال فکر، نا ارامۍ او پرېشانۍ د کریمیا جګړې ته لمن ووهله کومې جګړې چې د روسې وروسته پاتې کېدنه په ګوتکه کړه او الکسندر یې وهڅاوه تر څو د روسې په داخل کې ستر اصلاحات رامنځته کړي. ترټولو نامتو او پېژندل شوې چارې یې په اصلاحاتو کې داوه چې نیول شوي سرتیري او غلامان ازاد کړي (۱۸۶۱).
 
په کال ۱۸۶۶ انقلابي ترورېزم پېل شو کوم چې د الکسندر په ترور پای ته ورسېده.
دوېم الکسندر تزاري روسی او د ګرېنډ ډوک نیکولای پاولوویچ ( grand duke Nikolay Pavlovich) زوی. پلار یې (لمړی نیکولاس) په کال ۱۸۲۵ کې امپراتور شو. مور یې الکسندرا فییودوروانا (Alexandra Fyodorovna) مخکې له دې چې له ګرېنډ ډوک سره واده وکړي او یا هم د عیسویت د اورتودوکس (orthodox) ډلې ته د اوښتو لپاره باپتیزم یا حمام (baptism) وکړي د پروسیا شرلوت شهزادګۍ (princess Charlotte of Prussia) وه. د الکسندر وړوکتوب او ځوانۍ ژوند یې د پلار له وجې څوک چې په واک کې وو او غوښتل یې د واک واګي په خپل لاس کې ولري پټ پاتې شوی خو د مور مداخلې یې دومره وکړای شول چې د الکسندر دمورال او زده کړې لپاره یو شاعر واسیلي جوکوفسکي (Vasily Zhukovsky) وټاکي چا چې له الکسندر څخه یو لیبرال فکره، بشر دوسته او خیال پرست یا رومانتیک شخصیت جوړ کړ. د پلار او د الکسندر د استاد ترمنځ یې شخړه اومخالفت په دې وو چې د راتلونکي امپراتور (الکسندر) شخصیت یې د امپراتور په څېر نه ده جوړ کړی. دوېم الکسندر غوښتل چې لکه د خپل تره په څېر چې لمړی الکسندر وو او د سویس له یو استاد څخه یې بشر دوستانه زده کړې کړې وې بشر دوسته شي او اوتوکرات یا بشپړ واک لرونکی پاچا (autocrat) شي.
 
د ۱۸۵۵ کال د فیبرورۍ په میاشت کې، د کریمیا د جګړې د تودېدو پر مهال یې چې کله پلار مړ شو نو دوېم الکسندر په ۳۶ کلنۍ کې تاج په سر کړ. دې جګړې روسیه د فرانسې او انګلستان په پرتله وروسته پاتې وښوده. لمړي نیکولاس چې د دوېم الکسندر پلار وو د ټول واک لرلو او ځینې خلکو ځپلو او نسکورولو په وجه پوه روسان وپارول چې بلاخره د سخت بدلون غوښتونکي شول. همدا د دې لامل شوه چې تزاري روسان ځینې هغه اصلاحات خپل کړي کوم چې پرمختللو ملکونو طرحه کړي وو.
Alexander II and his dog Milord 1870 by Sergei Lvovich Levitsky
Alexander II and his dog Milord 1870 by Sergei Lvovich Levitsky Sergey Lvovich Levitsky

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons