په شا لامبو وهونکې – Backswimmer

د کورنۍ نوم ېې نوټونېکتیدای (family Notonectidae) ده او د حشرو ټول هغه ګروپونه دي چې په هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ډله کې شامل دي. دا حشرې د دې وړتیا لري چې په شا باندې لامبا ووهي او نوم ېې هم له همدې ځانګړنې اخیستل شوی. اوږدوالی ېې تقریبا تر ۱۵ ملي متره پورې رسیږي. په اوبو کې ژوند کوي او کله چې پښې نه ښوروي نو د کم وزن له وجې د اوبو سر ته راځي، کله چې د اوبو سر ته راشي یا له اوبو الوزي او تازه هوا اخلي او یا د اوبو سر کې په وښو پورې نښلي. که چېرې له کوم شي د خطر احساس وکړي ډېر په چټکۍ سره تېښته کوي. دا حشرې نورې حشرې، کبان او داسې نور حیوانات لکه وړې چونګښې ښکار کوي او له بدن څخه ېې وینه او مایعات زبېښي.
د نوتو نېکتا نسل (genus Notonecta) ېې په ټوله نړۍ کې شته. دا نسل ېې د کبانو او چونګښو لپاره افت ګڼل کیږي همداسې که انسان هم نږدې والی ورسره وکړي خوله پرې لګوي. خپلې هګۍ په شنو وښو کې کوي. بل ډول ېې چې نوتو نېکتا اندولاتا (Notonecta undulata) نومیږي او په شمالي امریکا کې پېدا کیږي د ژمي موسم کې د یخ لاندې لامبو وهي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons