Assassin bug – قاتله حشره

د کورنۍ نوم ېې ریدو ویدای (family Reduviidae) ده، تقریبا ۷۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا یا هېمیپتېرا (Heteroptera or Hemiptera) ده. له ۵ تر ۴۰ ملي متره پورې اوږدوالی لري. خپله مښوکه چې درې برخې لري د خپل ښکار د سوري کولو لپاره کاروي تر څو ېې له جسد نه مایعات وزبېښي. د دې حشرو رنګ تور یا تېز نصواري وي خو ځینې ډولونه ېې روښانه رنګونه لري. ډېر ډولونه ېې بهر ژوند کوي او نورې حشرې ښکار کوي خو ځینې ډولونه ېې له فقاریه حیواناتو او انسانانو وینه زبېښي او مرضونه انتقالوي.
 
د دې حشرو د ښکار ځانګړتیاوې په هر ډول کې توپیر لري. یو ډول ېې چې د بلک کورسېر (black corsair) په نامه یادیږي د ډبرو لاندې ژوند کوي او په انسان باندې هم خوله لګوي چې ډېر سخت درد لري اوږدوالی ېې له ۱۳ تر ۲۰ ملي متره پورې رسیږي. د ماسکډ هنټر (masked hunter) په نامه ېې بل ډول ده چې که یو کس وچیچي نو درد لري اوبدن پړسوب پیدا کوي. دا حشره چې کله وړه وي د ځان د پټولو لپاره له ځانه لکه د دوړو جوړ شوی توپ جوړولای شي او خپلې پښې، انتن او سر په خپلو وېښتو کې ننباسي. ماسکډ هنټر په ټوله کاناډا او متحده ایالتونو کې پیدا کیږي.

Picture By Taken byfir0002 | flagstaffotos.com.auCanon 20D + Sigma 150mm f/2.8 – Own work, GFDL 1.2, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=4242230

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons