د سمنډول ګونګټې – Asparagus beetle
د نسل نوم ېې کریسیریس یا لېما (genus Crioceris or Lema) ده، د دوه نسلونو ګونګټې دي او د پاڼې کورنۍ غړي (leaf beetle family, Chrysomelidae) دي، د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. د غټو ګونګټو رنګ ېې سور، زېړ او تور ده، تر ۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري، د سمنډول بوټي له پاسه تورو دانو باندې ځان تغذیه کوي. هغه ډولونه ېې چې افت ګڼل کیږي له اروپا نه په کال ۱۸۶۲ کې امریکا ته انتقال شوي او په امریکا کې ډېرې ژر خپرې شوې ځکه هلته ېې طبیعي ښکاریان نلرل چې دا ګونګټې ښکار کړي. تر ټولو عام ډولونه ېې لېما تريلینیا (Lema trilinea)، کریوسیریس اسپراګي (Crioceris asparagi) دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!