Asian longhorned beetle – د اسیا اوږده ښکرې ګونګټه

علمي نوم ېې انوپلوفورا ګلابري پینېس (Anoplophora glabripennis) ده او په انګریزۍ کې (Asian long-horned beetle) هم لیکل کیږي; د د ستوریز اسمان ګونګټه (starry sky beetle) نوم هم ورته اخیستل کیږي. د ګونګټو یو ډول ده، د کورنۍ نوم ېې سیرامبیسیدای (family Cerambycidae)، د ډلې نوم ېې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده؛ اصلي ځای ېې ختیځ چین او کوریا ده. دا ګونګټې په اوراسیا او شمالي امریکا کې د لرګینو ونو لپاره لوی افت ګڼل کیږي.د بدن د اوږدوالي کچه ېې له ۱۷ تر ۴۰ ملي متره پورې رسیږي. په وزرونو ېې له ۱۰ تر ۲۰ پورې خاپونه یا نښانونه وي. اوږده انتنونه ېې ۱۱ برخې لري او د هرې برخې پای ېې کم رنګه نیله سپین رنګ لري.
 
د دې ګونګټو د ژوند دورې له یو تر دوه کالو پورې بشپړ کیږي. غټې ګونګټې ېې له اپرېل یا مې میاشتې تر د اکتوبر پای پورې فعالې وي. تازه غټې شوې ګونګټې ېې تقریبا له جنسي نزدیکته دوه اونۍ وړاندې له ښاخونو (twigs)، د پاڼو له رګونو (leaf veins) او د پاڼې له ساقې (petioles) خپل ځان تغذیه کوي. د جنسي نزدیکت لپاره د یو بل پیدا کول په خپل بینایي سیستم او یا کیمیاوي نښانو کارولو باندې ترسره کوي. د ښځینه ګونګټو د ژوند دوران ېې تر ۶۶ ورزو پورې وي چې د دې مودې ترمنځ له ۵۰ تر ۱۲۵ پورې هګۍ کوي او د هګیو تعداد ېې له جغرافیایي نسل او اصل سره تړاو لري. دا ګونګټې په ونه کې سوری کوي او په دې سوري کې سپینې تر ۶ ملي متره پورې اوږدې هګۍ اچوي، هګۍ له ۷ تر ۱۴ ورزو پورې په بچیانو بدلیږي. بې پښو لاروا بچیان ېې له کمبیم (cambium) څخه ځان تغذیه کوي – کمبیم د ونې داخل کې یوه طبقه ده چې په فعاله توګه حجرې سره وېشي. دا لاروا بچیان خپله دفعه شوي ادرار چې د ارې بورې (sawdustlike) ته ورته دي د دې غار څخه بهر غورزوي. کله چې دا لاروا بچیا پوره وده وکړي د بدن د اوږدوالي کچه ېې له ۳۰ تر ۵۰ ملي متره پورې رسیږي او دې غټو شو لاروا ته بیا د پوپا (pupa) نوم اخلي په دې مانا چې واړه وي لاروا ورته وېل کیږي او کله چې لاروا وده وکړي د پوپا په نامه یادیږي د دې عمل فعل پوپېټ (pupate) ده. دا پوپا ګونګټې د ونې سطحې ته بهر راوځي. په خپل اصلي ځای کې چې د کوریا ټاپوزمه او چین ده ونو ته د پام وړ زیان نه اړوي.
 
Picture By P.S. Meng, K. Hoover, and M.A. Keena. – http://jipm.oxfordjournals.org/content/6/1/4, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=46435014

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons