کمین نیونکې بګ حشرې – Ambush bug

د فیماتینای فرعي کورنۍ (subfamily Phymatinae) ده، او ۲۹۱ ډولونه لري؛ د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا (order Heteroptera) ده. زېات ډولونه ېې په استوایي امریکا او سیا کې پیدا کیږي. دا حشرې په ګلانو کې او یا د بوټي نورو برخو کې کمین نیسي تر څو په خپل ښکار برید وکړي او کله چې ښکار دې حشرې ته را نږدې شي په دوه مخکینیو پښو ېې رانیسي. مخکینۍ پښې ېې دوه برخې لري چې یوه د تیبیا (tibia) په نامه یادیږي او د پښو په څوکه کې غاښونو ته ورته شکل لري او دویمه برخه ېې د فېمور (femur) په نامه ده چې پاسه ډبله برخه ده. کله چې دې دوه پښتو کې خپل ښکار ونیسي له هغې وروسته ېې له بدن څخه مایعات څکي. د بدن کچه ېې ډېره وړه ده چې اوږدوالی ېې تر ۱۲ ملي متره کم وي خو تر خپل ځانه غټې حشرې لکه پتنګ او داسې نور ښکار کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons