alfalfa weevil – د رشقې ګونګټه

د ډول ساینسي نوم یې هایپېرا پوسټیکا (Hypera postica) دی. د انګریزۍ ژبې په عام نوم کې یې د (weevil) کلیمه د اوږد پوز یا اوربوز لرونکې داسې ګونګټو ته وایي د کومو چې لاروای بچیان په تخم، مغزیو، ساقې یا د بوټي په نورو برخو کې وده کوي، ډېری یې د ساتل شوو خوړو او بوټو لپاره افت دي. د ګونګټو له دې ټولګې یو ډول یې د رشقې ګونګټه ده.


تشرېح
اوږدوالی یې له ۴ تر ۵.۵ ملي متره پورې رسیږي. مښوکه یې لنډه خو پراخه وي. په انګریزۍ کې د حشرې د سترګو تر منځ برخې یا تندي ته (frons) وایي، د تندي پراخوالی یې د مښوکې یا پوز له پرواخوالي سره برابر وي خو د تنې لمړۍ درې برخې یې په مرکز کې تر نورو برخو پراخه وي. رنګ یې نسواري او په ملا کې خالونه لري.

د لاروای بچیانو سر یې تور او پښې نه لري، رنګ یې زېړ رنګه شین وي، په ملا کې سپینه کرښه لري، په یو او بل څنګ کې یې کمه ښکارېدنوکې سپینه کرښه موجوده وي. په ځوان بچي له بدلېدو لږ مخکې موده کې یې اوږدوالی تر یو سانتي متر پورې رسیږي. له لاروای دورې وروسته د نخود اندازې ورېښمین توپ کې وي او په دې وخت کې د لونګ د پاڼو ګونګټې ته ورته والی لري یوازینی توپیر د لونګ د پاڼو ګونګټه په کچه کې دوه ځلې تر د رشقې د ګونګټې له ځوان بچي غټه وي او بل توپیر ډېر کم وخت رشقې ته زیان اړوي.


د ژوند دوران
د ژوند دوران یې د سیمې له هوا او موسم سره تړاو لري. په ځینو سیمو کې د مني په پای یا د ژمي پیل کې هګۍ اچوي. بشپړ ودې ته رسېدلي یې په ژمي کې هم ژوند ته ادامه ورکوي خو په مارچ او اپرېل میاشتې کې بې کچې زیات فعالیت کوي. هګۍ یې د غنچې شکل کې وي او د رشقې په ساقو کې یې اچوي. لاروا بچیان یې له درې تر څلورو اونیو پورې خوړو ته ادامه ورکوي او تر درې ځلې پورې پوستکی بدلوي او له هغې وروسته نخود ته ورته ورېښمین پوښ کې پوښل کیږي، له دوه یا درې اونیو وروسته د بشپړ ودې یا بلوغ ته رسېدلي شکل کې راڅرګندیږي. کله چې دوه یا درې اونۍ ځان تغذیه کړي د اوړي پاتې برخه کې خوب کوي، د خوب په موده کې یې د میټابولیک سیستم، تنفسي سیستم او عصبي سیستم کمزوری فعالیت کوي. په مني کې یې بشپړ ودې ته رسېدلي د رشقې په تاج کې ځان پټوي، د لښتیو ګڼو وښو کې پټیږي.


زیان اړونه
لاروای او بشپړ ودې ته رسېدلي دواړه یې د ورځې لخوا فعال وي او د رشقې په پاڼو ځان تغذیه کوي. تر ټولو زیات زیان یې لاروای بچیان اړوي. غټ یې د پاڼو څنډې خوري او پاڼې ته د بڼکې شکل ورکوي. لاروای بچیان یې په پیل کې د پاڼې پای برخه باندې ځان تغذیه کوي خو وروسته د بوټي لاندې برخې ته ځي تر څو د رشقې په لاندې پاڼو ځان تغذیه کړي. لاروای بچیان یې په پاڼه کې د رګونو منځ خوري او پاڼه اسکلیټي شکل خپلوي. ځینې وخت په ځانګړې توګه په ګرم او لوند موسم کې یې لاروای بچیان د ناروغۍ پیدا کوونکو مرخېړیو له امله مړه کیږي. د مچیو ( ichneumon wasps, Bathylplectes anurus and B. curculionis) ډولونه یې د لاروای بچیانو لپاره پرازیت دي او خپلې هګۍ د رشقې د ګونګټې په لاروای بچیانو کې اچوي. د مچیو لاروای بچیان د رشقې د لاروای بچیانو په داخل کې ژوند کوي او په تنه یې خپل ځان تغذیه کوي.

بشپړ ودې ته رسېدلې د رشقې ګونګټه
د رشقې د ګونګټې لاروا

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons