مېږی – Ant

د کورنۍ نوم ېې فورمیسیدای (family Formicidae) دی. تقریبا ۱۰۰۰۰ ډولونه لري، د ډلې نوم ېې هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) دی. ټولنیز چلند لري او خپله کې یو ځای په کالونیو کې ګډ ژوند کوي. په ټوله نړۍ کې شته دي خو په ګرمو سیمو کې ېې زېات ډولونه پیدا کیږي. د بدن کچه ېې له ۲ ملي متره نیولې تر ۲۵ ملي متره پورې اوږده وي. عام رنګونه ېې تور، سور، نصواري او زېړ رنګ دی مګر ځینې ډولونه ېې لکه د شمالي امریکا فیدول ډول ېې وسپنیزه یا فلزي ځلا لري.

معمولا مېږی غټ سر لري، د هګۍ شکل ته ورته ګېډه لري کومه چې له سر او سینې سره نښتې وي. دوه جوړه ژامې لري : بهرنۍ ژامې د غارونو د کیندنې او د توکو د وړلو یا نیولو لپاره کاروي او داخلي جوړه ېې د شخوند وهلو یا خوړلو لپاره کاروي. ځینې ډولونه ېې د ګېډې په څوکه کې نېښ هم لري.

په یوه کالونۍ کې درې ډوله مېږیان خپله کې ګډ ژوند کوي : نران، ملکې او کارکوونکي. ځینې ډولونه ېې د نورو ډولونو په ځاله کې د پرازیت په توګه ژوند کوي. کله چې دا پرازیت واړه بچیان یا لاروای بچیان پیدا کړي نو د کوربه مېږیانو کار کوونکې ډله ېې تغذیه کوي. د ویلېریلا سنتسچي ډول ېې پرازیت دی او د مونوموریم سالومنیس ډول ېې کوربه وي او په ځاله کې ژوند کوي. دا دوه ډولونه شمالي افریقا کې خورا زېات دي.

ډېر مېږیان په ځاله کې ژوند کوي. خپل غارونه د ځمکې لاندې، د ډبرو لاندې او یا هم د ځمکې له پاسه لرګیو، شګو او یا وړو تیګو کې جوړوي. ترکاڼ مېږی علمي نوم ېې کامپونوتوس (Camponotus) دی د ترکاڼۍ لپاره په چمتو شوي لرګي یا د ونې ماتې شوې یا پرې شوې په ځمکې غورځېدلې څانګه کې ژوند کوي. ځینې ډولونه ېې په ونه کې او یا د ونې د ساقې په سوریانو کې ژوند کوي. دولیکودېروس د مېږیانو یو نسل دی کوم چې په ټوله نړۍ کې شته دي او خپله ځاله د ژو له بولو جوړوي. مونو ماریم فارا اونیس ېې که چېرې هوا توده وي د خلکو له کورونو بهر ځاله جوړوي او که هوا سړه وي د خلکو په کورونو کې ځاله کوي. ارمي یا پوځي مېږیان کډوال مېږیان دي کوم چې ډېر وخت په بوټو حمله کوي. دا مېږیان د ډوریلینای فرعي کورنۍ ده او کله چې له یوې سیمې بلې ته کډوال کیږي نو په مخه ورتلونکو ژو او بوټو دواړو باندې ځان تغذیه کوي. په دې مېږیانو کې چې کله ملکه هګۍ کوي نو کالونۍ ېې د څو ورزو لپاره په یو ځای پاتې کیږي؛ کله چې دا هګۍ په لاروای بچیانو بدلې شي نو بېرته کډوال کیږي او د کډې کولو پر وخت ېې د مېږیانو کار کوونکې ډله واړه بچیان انتقالوي. د امریکا ډرایور مېږیان هم ورته چلند لري.

واړه سره وارد شوي اور مېږیان علمي نوم ېې سولېنوپسیس اېنویکتا دی له جنوبي امریکا څخه الاباما او وروسته په ۱۹۷۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو ټولې جنوبي سیمې ته خپاره شوي. دا مېږیان ډېر کلک چیچل کوي او د ځمکې لپاره افت ګڼل کیږي ځکه چې په ځمکه کې غونډۍ جوړوي. په ځینو سیمو کې د دې مېږیانو ځای لیوني مېږیانو علمي نوم ېې نیلاندېریا فولوا (Nylanderia fulva) دی نیولی. لیوني مېږیان په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې، په تکزاس ایالت کې وپېژندل شول. د دې مېږیانو کنټرول ډېر سخت دی. د ایکو سیستم لپاره او د نورو مېږیانو د نسل لپاره افت ګڼل کیږي.

د میږي ژوند څلور دورې لري : په هګۍ کې ژوند، له هګۍ وروسته لاروا دوره، پوپا او بیا د غټ مېږي یا پوره ودې ته له رسېدو وروسته دوره ده. کومه چې له ۸ تر ۱۰ اونیو پورې دوام کوي. ملکې ېې ټول عمر هګۍ کوي، کارکوونکې ډله ېې ښځینه دي او د کالونۍ چارې پر مخ وړي، دا ښځینه کارکوونکې د هغو غټو مېږیانو سره همکارې دي چې د سرتېرو په توګه د کالونۍ د امنیت ساتنه کوي. په ځینو ډولونو کې ېې غټ مېږیان وزرونه کوي او په الوت پېل کوي او له جنسي نزدېکته وروسته ېې نر مړ کیږي او د نر له مړه کېدو وروسته ېې ملکه بله کالونۍ جوړوي.

د مېږي خواړه دواړه نور ژوي او بوټي دي خو ځینې ډولونه ېې لکه فورمیکا د نورو مېږیانو او یا د خپل نسل لاروای بچیان او هګۍ خوري؛ ځینې ډولونه ېې د بوټو له شیرې ځان تغذیه کوي؛
ریبونکی مېږی خپله ځاله کې غله، واښه ساتي خو د امریکا تراچيمیرمېکس یوازې په مرخېړي ځان تغذیه کوي.

په ټولو حشرو کې دوه حشرې چې د شاتو مچۍ او مېږیان دي ډېر پېچلی ټولنیز چلند لري. د مېږیانو ډېر ډولونه د نورو ډولونو مېږیان خپل غلامان کوي: د بېلګې په توګه د بوتریومیر مېکس ډول ملکه ېې د تاپینوما ډول ته اجازه ورکوي چې د خپلې ځالې طرف ته یې وڅښوي او یا یې کش کړي. ځالې ته له کش کېدو وروسته په دې ځاله کې د تاپینوما ملکې په سر خوله لګوي او هلته خپله د دې ډول له نرانو سره هګۍ کوي او په ځاله کې په غلامانو خپل بچیان ساتي. همداسې ځینې ډولونه ېې غلامان لري چې د نورو مېږیانو بچیان خپلو بادارانو ته راپټوي او له راپټولو وروسته ېې د غلامۍ لپاره غټوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons