Antlion – انټلیون

د کورنۍ نوم ېې میرمېلیون تیدای (family Myrmeleontidae) ده، د حشرو ټول هغه ګروپونه چې په نیوروپتېرا ډله (order Neuroptera) کې شامل دي. لاروا بچیان ېې مېږیان ښکار کوي او له همدې ښکاري ځانګړتیا ېې نوم هم اخیستل شوی. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي خو اساسا په وچه رېګ لرونکې ځمکه کې ژوند کوي. لاروا بچیان ېې قیف ته ورته کنده باسي چې ژوروالی ېې له ۲.۵ تر ۵ سانتي متره پورې او پراخوالی ېې له ۲.۵ تر ۷ سانتي متره پورې وي او د کندې کیندلو لپاره خپله هګۍ ته ورته خېټه کاروي. له کندې کیندلو وروسته خپل سر بهر پرېدي او نور ټول بدن په دې کنده کې خښوي تر څو کومه حشره ېې سر ته نږدې شي او ښکار ېې کړي. کله چې حشری ښکار کړي له وجود څخه ېې مایعات زبېښي او خالي بدن ېې له کندې لرې غورزوي. ځینې ډولونه ېې د کندې کیندلو پر ځای ځان پټوي او کله چې بله حشره تېریږي برید پرې کوي. کله ېې چې لاروا دوره پای ته ورسیږي له رېګ څخه غوزې جوړوي او په دې غوزه کې بشپړ جنسي وده کوي. غټ انټیلیون څلور نازک وزرونه لري او کمزورې الوتنه کولای شي. غټ انټیلون خواړه نخوري او د لاروا دورې په خوړل شو خوړو تر مرګه پورې پایي. د میرمېلیون فومیکاریوس ډول (Myrmeleon formicarius) ېې په شمالي امریکا او اروپا کې پرته له انګلستان پیدا کیږي چې بشپړ ودې ته په اوړي کې رسیږي. په متحده ایالتونو کې د انټیلون لاروا بچیانو ته د ډوډل بګ (doodlebug) نوم اخلي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons