افید – اېفېډ – Aphid

د کورنۍ نوم ېې افیديدای (family Aphididae) ده، په انګریزۍ کې ورته د نبات سپږه (plant louse)، او شین مچ (greenfly) یا غوا مېږی (ant cow) نومونه هم اخلي. ټولې هغه حشرې دي چې په هوموپتېرا ډله (order Homoptera) کې شاملې دي، نرم بدن لري او د نبات له شیرې ځان تغذیه کوي. دا حشرې د نبات لپاره افت ګڼل کیږي او له نبات څخه پوستکی اړوي، له دې پرته د بوټو ویروس او مرضونه له یو څخه بل ته انتقالوي؛ د پاڼو، غوټیو او ګلانو شکل بدلوي.
 
د افید د ژوند دوران ډېر پېچلی ده. په ټول اوړي کې ېې بې وزرو ښځینه پرته له جنسي نزدیکته د مثل تولید کوي. د دې ښځینو بچیانو ته وي وي پاریتي (viviparity) نوم اخلي. دا بچیان چې غټ شي دوه جوړه غشایي وزرونه پیدا کوي او نورو بوټو ته الوزي. په دې بچیانو کې نر او ښځه دواړه موجود وي چې له جنسي نزدیکته وروسته هګۍ کوي او هګۍ ېې ټول ژمی ثابتې پاتې کیږي, کله چې هوا توده شي په بچیانو بدلیږي. دا افت ډېر وخت د نورو حشرو لخوا لکه مېږي ته ورته د ګل ګونګټې او داسې نورو لخوا کنټرول کیږي خو که تعداد ېې زېات شي د باغدارۍ په تېلو، د حشرو وژنکي صابون او نورو د حشرو وژونکو کیمیاوي توکو باندې کنټرول کیږي.
 
مېږیان د دې حشرو ساتونکي دي چې ډېر وخت یې له طبعي ښکارایانو او له خرابې هوا ساتنه کوي، که چېرې یو بوټی خراب شي بل بوټي ته ېې د کډوالۍ پر مهال ملتیا او مرسته کوي او په بدل کې له دې حشرو تولید شوي خواږه فضوله مواد اخلي کوم چې مېږیان د خوړو په توګه کاروي. کله چې مېږیان دې خوړو ته اړتیا پیدا کړي په ډېر ارامۍ سره افید لمس کوي او یا ېې دفع کیدونکو موادو ځای تر لوسي تر څو خپل خواړه لاسته راوړي.
تر اوسه پورې د افید ۴۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي چې ۲۵۰ ېې د ښکلا بوټو او فصلونو ته افت کڼل کیږي.
Picture by David Voegtlin, University of Illinois at Urbana-Champaign – http://www.omafra.gov.on.ca/english/crops/facts/04-059.htm, Attribution, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=5882467

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons