اېچ ډبلیو بېټس – H.W. Bates

بشپړ نوم یې هېنري والټر بېټس (Henry Walter Bates) ده، د جنورۍ په ۸ نېټه، کال ۱۸۲۵، په انګلستان کې زېږېدلی او د فیبرورۍ په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۹۲، د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د انګلستان طبیعت پوه (naturalist) او کاشف (explorer) وو.
په کال ۱۸۴۴ کې بېټس د حشرو پېژندنې (entomology) سره الفرېډ روسېل وېلېس (Alfred Russel Wallace) اشنا کړ. په کال ۱۸۴۷ کې الفرېډ وېلېس د ګرمو سیمو ځنګلونو ته د یو سفر وړاندیز وکړ تر څو د حشرو ډولونه راغونډ کړي او په خپل کور کې ېې په نورو وپلوري او په دې اند وو چې ممکن د حشرو څخه را ټولېدونکي مالومات د حشرو د نسل او اصلیت پېژندنه کې مرسته وکړي. په کال ۱۸۴۸ کې، د مې په ۲۸ نېټه پارا (Pará) یا د امزون د سیند خولې ته ورسېدل. په کال ۱۸۵۲کې وېلېس بېرته انګلستان ته راوګرځېد خو بېټس په همدې سیمه کې ۱۱ کاله پاتې شو تر څو د امزون ټوله دره کشف کړي. په دې سیمه کې بېټس تقریبا ۱۴،۷۱۲ ډوله حشرې راغونډې کړې چې له دې ډلې ۸۰۰۰ ډوله مخکې نه وې پېژندل شوې. په کال ۱۸۵۹ کې بېرته انګلستان ته راوګرځېد او بلاخره ېې په خپلو را ټولو کړو حشرو په خپلې یوې رسنۍ کې چې د (Contributions to an Insect Fauna of the Amazon Valley) په نامه وه لیکنې پیل کړې. په کال ۱۸۶۴ کې بېټس د (Royal Geographical Society London) مرستيال سکرتر (assistant secretary) وټاکل شو او په همدې پوسټ ېې تر مرګه پورې کار وکړ. بېټس د حشرو پېژندنې په اړه ډېرې لیکنې کړي او له دې پرته ېې د (The Naturalist on the River Amazons, 2 vol. 1863) په نامه کتاب لیکلی.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons