کټمل – Bedbug

د کورنۍ نوم ېې سیمي سیدای (family Cimicidae)، تقریبا ۷۵ ډولونه لري او د ډلې نوم ېې هېتېروپتېرا (Heteroptera) ده. کټمل د انسان او نورو ګرمه وینه لرونکو حیواناتو له وینې زبېښلو ځان تغذیه کوي. سور نصواري رنګ لري، بدن یې څورب او تر ۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. وزرونه لري خو څرګند یا ښکارېدونکي ندي او وزرونه یې فعالیت هم نکوي. د بوی غدې لري چې تېلو ته ورته بوی ترشح کوي. هره ښځه ېې د مثل تولید په یوه دوره کې تر ۲۰۰ پورې هګۍ اچوي او په یو کال کې درې یا زېات نسلونه تولیدوي. په هر ډول استوګنځایونو کې پېدا کیږي، د ورځې لخوا پټیږي او د شپې لخوا د خپل ځان تغذیه کولو لپاره راوځي. کله چې ځان تغذیه کړي بېرته خپل پټنځای ته ځي تر څو خپل خواړه هضم کړي. غټ کټمل کولای شي یو کال پرته له خوړو ژوند وکړي. کټمل د انسانانو تر منځ ناروغۍ یو بل ته انتقالوي.
سیمکس لکټولریس (Cimex lectularius) ډول ېې په ګرمو سیمو کې ژوند کوي، سیمکس هېمیپتېروس (Cimex hemipterus) ډول یې په استوایي سیمو کې پیدا کیږي او له انسانانو سره خونو کې ژوند کوي، سیمکس پیلو سېلوس (Cimex pilosellus) ډول یې د اسمان څکالي په بدن کې پټیږي چې انسانانو باندې هم خوله لګوي او ډېر وخت کورونه کې هم پیدا کیږي، د (Oeciacus) ډول یې د (martins) په نامه توتکیو کې اوسیږي، د (Cimexopsis nyctalis) ډول یې په چیمني توتکیو (chimney swifts) کې اوسیږي، د (Haematosiphon inodora) ډول یې په کورنیو مرغانو کې پټیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons