Bee – د شاتو مچۍ

داپو ایدای لومړۍ کورنۍ (superfamily Apoidea)، تقریبا ۲۰۰۰۰ ډولونه لري، فرعي ډله یې اپوکریتا (suborder Apocrita) او د ډلې نوم یې هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) ده. چې په دې کې د شاتو مچۍ (honeybee or Apis)، بمبل مچۍ (bumblebee)، او د شاتو مچۍ ته ورته (wasps) هم شاملې دي. د غټو مچیو د اوږدوالي کچه یې له ۲ ملي متره نیولې تر ۴ سانتي متره پورې شته دي. د شاتو مچیو ته ورته (wasps) مچیو سره ډېر ورته والی لري.
 
پرته له پرازیتي مچیو (parasitic bees) د دوی ترمنځ بنسټیز بیولوجیکي توپیر داده چې د شاتو مچۍ خپلو بچیو ته خواړه د ګل له ګردې او شاتو چمتو کوي خو د شاتو مچیو ته ورته مچۍ (wasps) خپلو بچیو ته حشرې یا د نورو حیواناتو له بدن خواړه چمتو کوي. دویم توپیر یې د جوړښت توپیر ده چې د شاتو مچيو ته ورته مچۍ (wasps) په بې څانګو یا بې ښاخونو وېښتو پوښل شوي؛ د شاتو د مچیو وېښته ښاخونه یا څانګې لري چې ډېر وخت ګرده پسې نښلي او د نښتو عمل ته یې انګریزۍ کې (cling) وایي.
 
د شاتو د مچیو په ذریعه ځینې ګلان خپله کې القاح کوي او هغه داسې چې کله د شاتو مچۍ د بوټو او ګلانو ګرده (pollen) او شیره (nectar) را غونډوي یا یې خوري په بدن پسې یې هم نښلي او کله چې په بل ګل کیني دا ګرده پرې پاتې کیږي چې د ګلانو د لقاح لامل ګرځي او همدې لقاح ته دوه رګه لقاح (cross-pollination) وایي له یو ګل نه بل ګل ته ګرده لېږدونه یا کېښونه مانا هم لري. د شاتو مچیو کې نر ډېر کم عمر لري او هېڅکله له ګلانو ګرده نه راغونډوي او نه هم کوم بل مسولیت لري د کوم له لارې چې باید خپل واړه بچیان تغذیه کړي. د دې مچیو ښځې ځانګړی اناتومیک جوړښت لري د کوم په ذریعه چې د ګلانو ګرده راوړي او له دې پرته د ځالې ټول کارونه پر مخ وړي. ډېرې د شاتو مچۍ پولیلېکتیک (polylectic) دي په دې مانا چې د ګلانو له ډېرو ډولونو ګرده (pollen) راغونډوي خو ځینې مچۍ یې د ګلانو له ځانګړو کورنیو ګرده راغونډوي، ځینې مچۍ یې د ځانګړو رنګ لرونکو ګلانو ګرده راغونډوي. د دې مچیو د خولې جوړښت داسې ده چې د ځانګړو ګلانو څخه پرې هر ګرده راغونډوی شي په دې مانا چې هر ډول یې له هر ګل څخه ګرده نشي ټولولای.
 
ډېری اپویدیا (Apoidea) یوازې وي او یا په ټولنه کې نه وي او په کالونۍ کې ژوند نکوي او په دې ډولونو کې هره ښځه خپل ځانته جلا ځاله جوړوي (ډیر وخت یې ځاله د ځمکې په سوریانو کې وي). نور ډولونه یې په لرګیو پسې زوړنده ځاله یا په ابادیو کې چت پسې نښتې ځاله جوړوي. کومې چې یوازې ژوند کوي د ټول کال په اوږدو کې یوازې څو اونۍ الوتنه کوي او د کال نورې میاشتې په ځاله کې له بچیانو او خپلو هګیو سره تېروي او ډېر لنډ ژوند لري؛ دا مچۍ خپلو بچیانو ته تر هغو خواړه چمتو کوي تر څو چې بشپړ وده کوي او یا یې په ځاله کې د ځالې حجرې سره نښتې وي.
 
په اپویدیا (Apoidea) کې ۸ کورنۍ شاملې دي : کولېتیدای (Colletidae) چې اساسا د شاتو مچیو ته ورته والی لري او په شپږو فرعي کورنیو وېشل شوي چې تقریبا ۳۰۰۰ ډولونه پکې شامل دي؛ اندرېنیدای (Andrenidae) منځنۍ کچه لري او د معدن یا کانونو مچۍ ګڼل کیږي چې ځینې پرازیتي مچۍ هم پکې شاملې دي؛ هالیکتیدای (Halictidae) دا مچۍ د کانونو مچۍ یا غار ویستونکې مچۍ هم ګڼل کیږي؛ اوکسیدای (Oxaeidae) غټې تېزې الوتونکې مچۍ دي چې له اندرېنیدای سره په جوړښت کې ورته والی لري؛ مېلیتیدای (Melittidae) دا مچۍ د لاندینیو او پاسنیو مچیو تر منځ نښان اېښودونکې مچۍ دي؛ مېګا کیلیدای ( Megachilidae) دا مچۍ په دې مچیو کې پاڼې پرې کوونکې او ګل کاره مچۍ شاملې دي او ځالې یې ډېرې پرمختللې دي؛ انتو فوریدای (Anthophoridae) په دې مچیو کې ترکاڼه مچۍ او کوکو مچۍ (cuckoo) شاملې دي او په درې سترو فرعي کورنیو وېشل شوي؛ اپیدای (Apidae) په دې مچیو کې د شاتو مچۍ (honeybees)، بمبل مچۍ (bumblebees), کنده وهونکې (digger) مچۍ، کان کیندونکې مچۍ (mining bees) او مچۍ (bee) شاملې دي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons