د ونې د پوستکي ګونګټې – Bark beetle

د ونې په پوستکي کې د اوسېدونکو ګونګټو تقریبا ۲۰۰۰ ډولونه دي. دا ګونګټې په سکولیتینای فرعي کورنۍ (subfamily Scolytinae) کې د امبروسیا ګونګټو (ambrosia beetles) سره ډلبندي شوي. د ډلې نوم کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. په ټوله نړۍ کې شته دي، استوانه اي شکل لري، معمولا له ۶ ملي متره وړې دي، نصواري او تور رنګ لري او ډېر وخت وېجاړونکې دي. دواړه نر او ښځه یې د ونې په پوستکي کې سوری کوي او له دې سوري د هګیو لپاره خونه جوړوي. په یوه وخت کې له یوه نر سره تقریبا تر ۶۰ پورې ښځې یو ځای ژوند کوي. کله چې هګۍ وکړي او هګۍ ېې په لاروا بچیانو بدلې شي نو دا لاروا بچیان د ونې په پوستکي کې بل لور ته سوری باسي چې د سوري په پای کې په پوپا (بشپړ وده کوي) بدليږي.
د دې ګونګټو مختلف ډولونه د ځانګړو ونو په ریښو، سټې او تخم یا میوې باندې برید کوي. او ځینې ډولونه د ونو ناروغۍ هم انتقالوي لکه د اېلم بارک بېټل (elm bark beetles) ډول. که چېرې د ونې پوستکی له ونې جلا شي د لرګي په سطحه باندې د دوی انځور شوی کار ښکار چې د هر ډول انځور ګري یې له بل سره توپیر لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons