Calotriton – کالو تریتون

د اروپا د لښتیو تریتون نوم هم ورته اخلي. د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. د پېرینې غرونو او مرکزي کتلونیا کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي وو خو په ۲۰۰۵ کې په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شول. د اوپروکتوس په پرتله له تریتوروس نسل سره زیات نږدې تړاو لري. تر ۶.۶ انچه پورې اوږدوالی لري. د مخکینۍ پښو ګوتې یې څلور او د ورستیو پنځه وي. په ملا کې یې تاج وده نه کوي. سږي یې ډېر واړه او یا نشته وي.

ګمان کیږي چې ۸ میلیونه کاله مخکې له تریتوروس نسل رامنځته شوي دي. د غرني چاپېریال له امله یې بدن له چټکې منډې سره تطابق پیدا کړی، یاد چاپېریال په اکسیجن غني دی او ممکن له همدې امله یې فزیکي ورته والی ډېر اوپروکتوس ته شوی وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل کالو تریتون

ډولونه

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Calotriton arnoldi د مونټ سیني د لښتیو تریتون د هسپانیا د شمال ختیځ د کتلونیا په مونټ سیني غرونو کې
Calotriton asper د پیرینې د لښتیو تریتون په فرانسه او هسپانیا کې د پیرینې غرونه
Sidebar



Share
Hide Buttons