Pyrenean brook salamander – د پیرینې د لښتیو تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton asper) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې او هسپانیا ترمنځ د پیرینې غرونو کې پیدا کیږي. تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. لکۍ یې پراخه شوې وي. په پوستکي کې د زهرو ترشح کوونکي پاراټوایډ مرغړي نه لري. د ملا رنګ یې زیتونو ته ورته، خړ، تور او یا خټې ته ورته رنګ کې وي، د ملا په اوږدو کې د زېړ رنګ کرښه لري. د ګېډې یو بل څنګ کې د خیره رنګ خالونه لري او منځ یې زېړ، نارنجي او یا سور وي. د نر مقعد یې ګرد خو د ښځې مخروطي وي.

د ورځې او شپې دواړو لخوا فعالیت کولای شي. په اوړي کې تر ډېره په اوبو کې ژوند کوي. په وړو بې شمزیو او حشرو ځان تغذیه کوي خو خپله د کبانو خواړه دي. که چېرې د حشرو یا بل افت ضد توکي اوبو کې وي ډېر ژر حساسیت ورسره ښي ځکه چې یاد توکي یې پوستکی جذب او زخیره کوي.

که چېرې تودوخه ډېره زیاته شي د اوړي خوب کوي. د ژمي خوب په وچه کې کوي او له ژمي پس په پسرلي کې راڅرګندیږي. له جنسي اړیکې وروسته ښځه په څو اونیو کې له ۲۰ تر ۴۰ پورې هګۍ اچوي. خپلې هګۍ د اوبو تل کې په ډبرو پسې نښلوي. تقریبا له شپږ اونیو وروسته یې هګۍ په لاروای بچیانو بدلیږي. بلوغ ته رسېدنه یې د سیمې له لوړوالي سره تړاو لري خو تقریبا په دوه کلونو کې یې نر بشپړ ودې ته رسیږي، ښځه یې د نر په پرتله ورو وده کوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل کالو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons