Montseny brook newt – د مونټ سېني د لښتیو تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton arnoldi) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هسپانیا په شمال ختیځ کې، د کتلونیا سیمې په مونټ سېني غرونو کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي شوی وو خو په ۲۰۰۵ کې له پراخې مطالعې وروسته په کالو تریتون کې ډلبندي شو. بدن یې هګۍ ته ورته ګردوالی لري. پراخ شوی سر لري. که چېرې په لاس کې واخیستل شي پوستکی یې شیدو ته ورته د بد بوی لرونکې او د حشرو وژونکې مایع ترشح کوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل کالو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons