ادوارډ رایلي برډلي – Edward Riley Bradley

په کال ۱۸۵۹ کې د امریکا په پنسلونیا کې زېږېدلی. او د اګست مېاشتې په ۱۹۴۶ کې د امریکا په لکسینګټون کې مړ شوی. 
اډوارډ دامریکا لوبغاړی، قمارباز او بشردوست وه او څلور ځلې د امریکا کنټاکي دربي(د اسانو د منډې وهلو لوبه) په نامه د لوبې ګټونکی وه. 
کله چې ځوان وه نو د پولادو په کارخانه کې ېې کار کاوه له هغې وروسته د امریکا جنوب غرب ته ولاړ هلته ېې له هندیانو سره جګړه پېل کړه او له جګړې وروسته د غواګانو دهقان شو له دهقاني وروسته ېې قمار پېل کړ او په پالم ساحل کې ېې خپله کازینو خلاصه کړه. کله ېې چې په کازینو کې پېسې وګټلې نو په لکسینګټون کې ېې داسانو کلب واخیسته او داسانو په منډه وهلو کې ېې علاقه پېدا کړه. ټولو اسانو ېې تقریبا ۱۰۰۰ لوبې ګټلي او په ۱۰۰۰ لوبو ېې ۲،۵۰۰،۰۰۰ ډالر ګټلي. په ۱۹۴۰ کې ېې د هر قوم او هر مذهب له یتیمانو سره مرسته پېل کړه . د خپل یوه کلب پر عوایدو ېې د سمندري حیواناتو لابراتوار تاسیس کړ او په دې سره د کینټاکي والي د کالونۍ د ایجاد کولو په مرسته کې افتخاري مډال ورکړ. 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons