Climatology – اقلیم پېژندنه

د فضا د ساینس یوه څانګه ده کومه چې د اقلیمونو مطالعه کوي، د اقلیمي بدلون او اقلیمي توپیرونو لاملونه په ګوته کوي او عملي پایلې یې تشرېح کوي. د اقلیم پېژندنې ټول فضایي بهیرونه د هوا پېژندنې په څېر دي خو د فضا تر څنګ فضا کې د وارېدېدونکو اوږدمهاله او ورو اغیزکوونکو مطالعه کوي، د سمندرونو دوران هم مطالعه کوي، د لمر په وړانګو کې بدلون خو د پام وړ اغیز کوونکی مطالعه کوي.
 
د اقلیم مطالعه له زېږیدیز کال څخه ۶ پېړۍ وړاندې یونانیانو پېل کړې پخوا یوازې په دوه رشتو وېشل شوې ساینس وو: یوه فزیکي اقلیم پېژندنه او بله هم سیمه ایزه اقلیم پېژندنه ده. په سیمه ایزه اقلیم پېژندنه کې د یوې لویې وچې د هوا د پیښو ځانګړنې مطالعه کیږي او په دوېمه رشته کې د هوا د عناصرو د احصایوي مالوماتو څېړنه شامله ده لکه تودوخه، لوندوالی، پر سیمه د اتوموسفېر فشار او د بادونو سرعت او لوری او د دې عناصرو تر منځ د اړیکې تفصیل ته کتنه کوي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې درېمه رشته هم جوړه شوه کومه چې د ډاینامېک مېټېرولوجي (dynamic meteorology) په نامه ده او د اقلیم له شمېریز ورته والي سره یې سر او کار ده، د اقلیم بدلون مطالعه کوي. د اقلیم پېژندنې نورې فرعي څانګې د ژوندیو په تړاو د اقلیم مطالعه (bioclimatology) او او د فوسیل له مخې د تېر جیولوجیکي وخت د اقلیم مطالعه (paleoclimatology) ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons