اوربشې – Barley

علمي نوم ېې (Hordeum vulgare) ده، د غلې نبات چې د وښو د پو اېسیای (family Poaceae) کورنۍ کې ډلبندي شوی؛ غله ېې د خوړو وړ ده او په مختلفو سیمو او چاپیریالونو کې کرل کېدای شي. اوربشې د نړۍ څلورم نمبر ډېره کرل کېدونکې غله ده. لومړۍ غله غنم، دویمه زېاته کرل کېدونکې غله وریجې، درېمه زېاته کرل کېدونکې غله جوار او څلورمه اوربشې دي.
 
اوربشې معمولا په خوړو، سوپ، ډوډۍ او د روغتیا توکو کې کاریږي خو اساسا د حیواناتو د خوړو لپاره او د بیر لپاره چې الکول لرونکی مشروب ده کرل کیږي. اوربشې نري سېده د ډنډرو په څېر لشکې لري او کلنۍ یا کال کې یو ځل کرل کېدونکي واښه ګڼل کیږي. دوه ډولونه لري او د دواړو تر منځ توپیر ېې د ګلانو له کتارونو کیږي: د شپږ قطارونو لرونکي د ګلانو ډنډري برعکس لور ته اوړي، په هر قطار کې درې سنبلچې لري په کوم کې چې واړه جلا ګلان وي. د دوه قطارونو اوربشې مرکزي ګل لري.
 
د شپږ قطارونو لرونکې اوربشې خورا زېات پروتین لري چې د څارویو لپاره مناسب خواړه دي، د دوه قطارونو اوربشې خورا زېاته بوره لري او د بیر د جوړولو لپاره کاریږي. اوربشې د منځني ختیځ هلال ته ورته حاصل خیزه سیمې (Fertile Crescent) لومړۍ کرکیله ګڼل کیږي.
 
اوربشې تقریبا د زېږون کال څخه ۸۰۰۰ کاله وړاندې له (Hordeum spontaneum) وحشي وښو کورنۍ شوي. لرغوني اثار ښي چې په مصر کې اوربشې د زېږون کال څخه ۵۰۰۰ کاله وړاندې، په بین النهرین (Mesopotamia) کې د زېږون کال څخه ۲۳۵۰ کاله وړاندې؛ په شمال شرقي اروپا کې د زېږون له کال څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې او په چین کې د زېږون کال څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې کرل کېدې. په ۱۶ پېړۍ کې اوربشې د عبرانیانو، یونانیانو، د روم د خلکو او د اروپا د ډېرې برخې د ډوډۍ پخولو لپاره عمده کارېدونکې غله وه.
 
له نورو غلو سره ېې توپیر داده چې هر ډول اقلیم کې کرل کېدای شي. له تودوخې او وچکالۍ سره تر نورو وړو غلو ډېر مقاومت کوي، په هغو سیمو کې هم کرل کیږي چې لنډ موسم لري او موسم ېې ډېر ژر بدلیږي، تر نورې غلې ژر پخیږي. د مغزي په څېر خوند لري او کاربوهایډرېټ پکې زېات دي. له دې پرته په مناسبه توګه کلسیم، پروتین او فاسفورس او د بي B ویټامینونو کمه کچه لري. ګلوټین یا د غنمو نشایسته او یا هم نشایسته چې یو ډول پروتیني توکي دي په اوربشو کې خورا کم دي دا توکي کش کېدونکې یا لوېدونکې ځانګړتیا لري او له همدې امله د غنمو په څېر خمیره شوې ډوډۍ نه ترې پخیږي بلکې پتیره پخیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons