Admiral – اډمایرل کمبلی (شاپېرک)

د کمبلي یا شاپېرک مختلف ډولونه دي چې د لیمېنتیدینای فرعي کورنۍ (subfamily Limentidinae) ده او د کورنۍ نوم ېې نیمفالیدای (family Nymphalidae) او د ډلې نوم ېې لیپیدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. تېزه الوتنه کوي، رنګه رنګه بدن او وزرونه لري. یو ډول ېې چې د وانېسا اتلانتا (Vanessa atalanta) په نامه یادیږي او له یوې سیمې بلې سیمې ته کډوال کیږي په اروپا کې، د اروپا په شمال یا سکادیناوي ملکونوکې، په شمالي امریکا او شمالي افریقا کې خورا زېات دي. ویډمییېر (Weidemeyer’s) شاپېرک چې علمي نوم ېې لیمینیتیس ویډمیري (Limenitis weidemeyerii) ده د متحده ایالتونو په غرب کې پیدا کیږي، سپین اډمایرل (white admiral) لیمینیتیس ارتېمیس (Limenitis arthemis) چې دوه ډولونه لري سپین رنګ او سره خاپونه لري مخکې فکر کېده چې له نورو سره توپیر لري خو اوس موندل شوي چې یوه کورنۍ او ډله ده. سپین اډمایرل له انګلستانه تر اوراسیا او تر جاپانه پورې پیدا کیږي؛ په شمالي امریکا کې هم شته دي. هندی سور اډمایرل د کنرۍ په ټاپو کې ژوند کوي. ټول ډولونه له مختلفو بوټو ځان تغذیه کوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons