بادیان – Anise

علمي نوم ېې (Pimpinella anisum) دی. کورنۍ ېې په درې نومونو ( parsle , Apiaceae, or Umbelliferae) یادیږي. د میوې نوم ېې په پښتو بادیان په انګریزي کې (aniseed) ورته وایي سوداګریز ارزښت لري. خوند او بوی ېې د لیکور لرګي سره ورته والی لري. د بوټي قد ېې تر ۷۵ سانتي متره پورې لوړیږي، د ګلانو رنګ ېې زېړ بخن سپین دی. اصلي ځای ېې مصر او د مدیترانې سیمې دي. په اوس وخت کې په جنوبي روسیه، جنوبي اروپا، منځني ختیځ، شمالي افریقا، چین، چیل، مکسیکو، پاکستان او امریکا کې کرل کیږي.
بادیان د خوږو خوړو په معطره کولو کې ډېر زېات کاریږي. د جرمني ډول ېې (Anisbrod) او د اسیا ډول ېې چې د (aniseed) په نامه یادیږي ډېر زېات په سبزي او غوښیزو خوړو کې کاریږي. له دې پرته چای ترې جوړیږي او د ماقبل تاریخ له وخته دودیز درمل ورځنې جوړیږي. تر ۲.۵% پورې تېل یا غوړ لري او اساسي جز ېې انېتول (anethole) ده. تېل ېې ډېر وخت په یو ډول الکول لرونکي مشروب کې چې د (absinthe, anisette, Pernod) په نامه دي کاریږي تر څو دغه مشروب معطره کړي.
سټار بادیان (Star anise) د (Illicium verum) بوټي بادیان دي, بوټی ېې کال ۱۲ میاشتې شین وي او د کورنۍ نوم ېې مګنولیاسیای (Magnoliaceae) دی په ویتنام او جنوب غربي چین کې کرل کیږي. کارونه ېې د نورو بادیانو په څېر ده، بوی او خوند ېې هم نورو بادیانو ته ورته دی. د ویتنام او چین بادیان تر یو سانتي متره پورې اوږدوالی او ۰.۲۵ تر ۰.۵ سانتي متره پورې قطر لري. د بادیانو رنګ ېې سور ته ورته نصواري دی، تر ۳% پورې تېل یا غوړ لري او اساسي جز ېې هم انېتول (anethole) دی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons