Boer – بویر وزه

د سوېلې افریقا د وزو کورنی شوی نسل ده، په ټوله نړۍ کې زیاته د غوښې تولیدونکې وزه ګڼل کیږي. په سوېلې افریقا، نیوزلنډ، استرالیا، متحده ایالتونو، کاناډا، انګلستان او د نړۍ نورو سیمو کې میلیونونه وزې شته دي. ډېر خلک یې د دې لپاره خوښوي چې ژر یې وزن زیاتیږي، د بدن کچه یې تر نورو وزو غټه ده، ارام طبیعت لري او مقاومت لرونکی بدن لري.
 
که چېرې یې نر یې د نورو وزو سره د نسل اخیستنې په موخه یو ځای شي پورته یادې شوې ځانګړنې یې په فرعي نسل کې هم شته وي. په درې کاله کې دوه ځلې بلاربېدای شي خو په دوه کاله کې هم امکان لري. ۵ میاشتې یې د بلاربښت موده ده تر درې میاشتو پورې د خپلو بچیانو پالنه کوي او له هغې وروسته بیا بلاربېدای شي. په لمړي ځل یو بچی زېږوي خو وروسته دوه یا درې بچیان زېږوي، د کال په هر وخت کې د مثل تولید کولای شي.
 
بویر په الماني ژبه کې بزګر ته وایي او په ۱۹۵۹ پېړۍ کې افریکنر (Afrikaner) او خوی خوی (Khoekhoe) خلکو دا وزې په افریقا کې ساتلې. افریکنر د هغو المانیانو نسل ته وایي چې په افریقا کې زېږېدلي او د افریقا ژبه وایي په ځانګرې توګه د هغو المانیانو نسل چې ۱۷ پېړۍ کې په افریقا کې مېشت شوي وو.
Boer goat
Boer goat in Southern Alberta, Canada By Lazarus000

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons