بېرټ رېچارډ جوهانېس بولېن – Bert Richard Johannes Bolin

د مې په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۲۵، د سوېډن په نیشاپینګ (نیکوپینګ) کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۳۰ نېټه، کال ۲۰۰۷، د سویډن په سټوکهولم کې مړ شوی.
د سوېډن هوا پېژندونکی اود ۱۹۸۸–۹۷ ترمنځ د (UN Intergovernmental Panel on Climate Change) ادارې د تاسیس کوونکو ریس وو. د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال الګوري (U.S. vice president Al Gore) سره ېې په ګډه د سولې نړیواله جایزه هم په ۲۰۰۷ کال کې تر لاسه کړې. په کال ۱۹۴۶ کې د اپسالا پوهنتون (Uppsala University) څخه فارغ شوی. په کال ۱۹۴۹ کې ماستري او په کال ۱۹۵۶ کې ېې دوکتورا د سټوکهولم له پوهنتون (Stockholm University) څخه کړي. د ۱۹۶۱–۹۰ کلونو تر منځ د هوا پېژندنې د رشتې استاد وو. په طبعېت کې ېې د کاربن د دوران (carbon cycle) په اړه بنسټیزې څېړنې کړي د کتابونو نومنه ېې (A History of the Science and Politics of Climate Change: The Role of the Intergovernmental Panel on Climate Change) دي. دا کتابونه ېې له مرګ څخه کمه موده وړاندې خپاره شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons