توتکۍ – Swift
تقریبا ۷۵ ډولونه لري، د کورنۍ نوم ېې اپوپیدای (Apodidae) ده، د ډلې نوم ېې اپودي فارم ( Apodiformes) ده. په دې ډله کې شیره خوړونکې مرغۍ (hummingbirds) هم شاملې دي. دغه کورنۍ په فرعي کورنۍ اپودینای (Apodinae) یا د نرمې لکۍ توتکۍ او کایتورینای (Chaeturinae) یا د ځیګې لکۍ لرونکې توتکۍ باندې وېشل شوې ده. په ټوله نړۍ کې شته دي خو د نړۍ له ځنې نامتو سیمو ورکې شوي لکه استرالیا، نیوزلنډ، جنوبي چیلي او له ارجنټینیا. له ۹ تر ۲۳ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، خړ، نصواري او یا تور رنګ لري په دې رنګ کې زېړ یا سپین نښانونه لري. د خپلې غټې خولې په ذریعه حشرات رانیسي. ډېر وخت په کمو اوبو کې لامبي. په یو ساعت کې تر ۱۱۰ کیلو متره پورې سفر کولای شي. خپله ځاله له ښاخونو، اوبړیو، غوټیو، بڼکو او له خپل لعاب څخه جوړوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!