جغرافیه او د ګرځندویي مطالعه – Geography and the study of tourism

د کاري رخصتیانو پر وخت چې ډېره کمه موده وي خلک ډېر کوښښ کوي په دې کمه موده کې د خورا زېاتو چارو تر سره کول ممکن کړي. ډېر خلک په دې موده کې تفریحي فعالیت کوي او تفریحي فعالیت لپاره ډېر خلک له کوره لرې ځایونو ته سفر کوي چې دغه سفر د ګرځندویی په نامه یادیږي. ګرځندویي له یو ځای څخه بل ځای ته سفر کول دي او ډېر وخت دغه سفر هغو سیمو ته کیږي چې د ګرځندوېی صنعت د ګرځندویانو لپاره چمتو کړی وي او له دې سیمې یوه جغرافیایي سیمه جوړه کړې وي.

غیرې کاري وخت کې تفریح – Leisure as Non-Work

ډېر خلک ذاتا خپل احساس کې د تفریح تعریف لري. مونږ ټول په دې پوهیږو چې تفریح کول کار نده او نه داسې څه دي چې اجباري وي او باید وېې کړو. ځنې خلک کیدای شي یو څه تفریح ګڼي خو ځنې خلک ېې کیدای شي اصلا تفریح ونه ګڼي لکه په ځنګل او شنه سیمه کې قدم وهل کیدای شي یو کس ته تفریح وي او بل کس ته کار وي. ډېر وخت د خلکو نظر کې د تفریح په توګه د یو څه کول له ټولنیزې زمینې، عادتونو، رویې او چلند سره تړاو لري. خو د دې ټولو پیچلتیاوو سره سره د تفریح ساده او اسانه تعریف داسې کولای شو چې کله یو کس د یو غېرې کاري فعالیت یا د یو څه کول په غاړه واخلي او له کولو ېې خوند اخلي تفریح ګڼل کیږي. په دې معنی چې د یو داسې څه کولو ته وخت ورکول چې اجباري نه وي یا ېې کول اړین نه وي. د تفریح کولو لپاره کوم ځانګړي ځواک ته هم اړتیا نشته چې مونږ ېې د کولو لپاره وهڅوي بلکې یوازې کافي تمدن ته اړتیا ده تر څو له ځنې تفریحي کړنو ډډه وکړو او نورو تفریحي کرنو ته ترجیح پرې ورکړو او په کولو سره ېې داسې احساس وکړو چې مونږ وخت لرو او په دې وخت کې له مونږ څخه د ټولنې توقعات یا غوښتنې نشته او یا کوم مسولیت نده را پغاړه چې د ټولنې یا خپل ژوند د بقا لپاره ېې تر سره کړو. لکه څومره مو چې تفریح اسانه تعریف کړه همداسې ډېر مبهم اړخونه هم لري لکه ځنې خلکو ته د سوداګرۍ یو سفر یو تفریح کیږي کوم کې چې ټولنیز مسولیتونه هم ورپغاړه دي د تفریح په ښه معنی پوهېدو لپاره باید تر دې تعریف ژور ولاړ شو. 

تفریحي کړنې – Leisure Activities

یوې ځانګړې کړنې ته هم تفریح ویلای شو کومه چې د ذهني او فزیکي ارامتیا یا ښېرازوالي و جه ګرځي لکه تلویزیون کتل، په سپورت کې برخه اخیستل، کتاب یا مجله وېل، سیمنا ته د فلم کتلو لپاره تلل، میوزیک اورېدل او داسې نور… خو ځنې خلکو ته کیدای شي دا پاسه ټول یادې شوې کړنې کار وي او د ذهني فشار لامل وګرځي خو په عین وخت کې د ځنې خلکو لپاره د ذهني، فزيکي او ارواهي ارمتیا لامل ګرځي نو په همدې وجه ېې درېم تعریف هم وړاندیز شوی. دلاندې عنوان د لیکنې په متن کې درېم تعریف ولولی 

تفریح د یو ذهني حالت په توګه – Leisure as a State of Mind

تفریح د یو ذهني حالت په توګه هم تعریف شوې او د دې تعریف تفسیر یوناي فیلسوف (Aristotle) ارسطو ۳۸۴–۳۲۲ کلونو تر منځ د زېږون له کاله وړانه کړی چا چې تفریح د خپل ځان منځګړتوب او د خپل ځان بهتره کولو شکل کې لیدلې. ارسطو تفریح د ځان بهتره کولو لپاره، ځان د ورځې سره برابرولو او خلاقیت لپاره کلیدي عنصر بللی ځکه چې تفریح مونږ ته اجازه راکوي چې د ژوند لپاره له ورځنیو کړنو په وروسته لور قدم کېږدو او یوه لویه فاصله د خپل ځان چار چاپېره پېدا کړو کومه چې ډکېدو ته اړتیا لري او په داسې څه ېې ډکوو چې مونږ کې د خلاقیت وړتیا او بهتري رامنځته کوي او زمونږ دفکر ډېر څه ته ورپام کوي. تفریح داسې کړنې ته وایي چې دکس خپل انتخاب وي، په داسې وخت کې وي په کوم کې چې ټولنیز مسولیتونه نه وي ورپغاړه، غېرې کاري وي، د ښېرازۍ او ارامتیا لامل وګرځي. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons