جنسیتي اصطلاح ګانې

Gender
جنسیت، جنس یا ډول
د یو کس جنسیت ډېر پېچلی ده، په دې کې د ښکارېدنې د ډول بې شماره ځانګړنې موجودې دي لکه: د خبرو کولو انداز، د بدن خوځښتونه او نور هغه عوامل کوم چې یوازې بیولوجیکي جنس ته محدود ندي. مونږ هغه وخت د خلکو په نظر کې مذکر یا مونث کیږو کله چې دوي زمونږ په چلند، د ډول په ښکارېدنې او هغه ارزښتونو چې مونږ یې له نورو سره شریکوو قضاوت وکړي.
Gender Expression
د جنسیت بیان
د یو وګړي لخوا خپل جنسیت په ډاګه کولو ته وایي کوم چې د خپل ځان په درک کولو، خبرو، ښکارېدنې، د بدن خوځښتونو او چلند له لارې نورو ته په ډاګه کوي.
Gender Identity
جنستي هویت یا پېژندنه
په خپل داخل کې د نر یا ښځې احساس کول یا لرل (خپل ځان د نر یا ښځې په توګه پېژندل).
Gender Stereotypes
د خپل جنسیت په اړه نظر یا ذهي انځور
هغه ذهني قالب یا چوکاټ ده د کوم له لارې چې مونږ دا درک کوو چې هر جنس باید څرنګ عمل وکړي او په فزیکي توګه څرنګه ښکاره شي.
Homophobia
له همجنس بازي څخه کرکه لرل او ورسره تعصب کول
له همجنس بازي او همجنسبازانو څخه افراطي او بې منطقه کرکه لرل
Intersex
نر ښځی
هغه خلک دي چې مورزادي داسې پیدا شوي وي چې د سکس کروموزوم یا د کروموزوم ۲۳ جوړه، بهرنۍ جنسي غړی، داخلي د مثل تولید سیستم یې نه د نر وي او نه د ښځې.
LGBT
د (lesbian, gay, bisexual and transgender people) لنډیز ده
sex
جنس
د نر او ښځې په توګه د خلکو طبقه بندي. کله چې یو ماشوم پیدا شي د بدن له ځانګړنو، کروموزوم، هورمونونو، داخلي د مثل تولید غړو او بهرني جنسي غړي له مخې د نر یا ښځې په توګه طبقه بندي، ثبت یا پېژندل کیږي.
Sexism
د جنسیت پر بنسټ تعصب، له جنسیت سره تعصب
که یو کس داسې ټوکه وکړي چې ښځو سره پکې د جنسیت له وجې تعصب نغښتی وي سکسېزم ګڼل کیږي. ممکن دا ټوکه کلتوري وي او په یوه هېواد یا سیمه کې د منلو وړ وي او له کومې ننګونې سره نه مخ کیږي او یا ممکن په اساسي قانون کې وي چېرې چې ورته دنده د نر او ښځې لخوا پر مخ وړل کیږي مګر د ښځې معاش د هغې د جنسیت له وجې د نر په پرتله کم وي. دې ډول نظر ته (sexist) نظر وایي.
Transgender
د جنسیت تغیر
یوه مانا یې داده چې: د هغو خلکو لپاره د یو لوی شرم کلیمه، کله چې د دوی چلند، ښکارېدنه، خبرې او خوځښتونه هغه ډول نه وي کوم چې یوه ټولنه ترې توقع لري.
دوېمه مانا یې: د هغو خلکو جنسیت چې د یوې ټولنې له دودیز فکر سره په ټکر کې وي یا هم د ټولنې له فکر او دود سره ورته والی نلري.
خپل جنسیت ته تغیر ورکول، دغه پړاو ممکن طبیعي وي او یا ممکن د جراحي له لارې ترسره شي.
Transphobia
له هغو خلکو سره تعصب چې خپل جنسیت ته یې تغیر ورکړی وي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons