Volcanic winter – د اور شیندنې ژمی

په سټراټوسفېر کې د اورشیندنې اېرې د سلفر ټوټې خپرېدل او له همدې امله د ځمکې سطحه بې کچې سړېدلو ته وایي – سټراټوسفېر د ځمکې له سطحې ۳۲ مایله یا ۵۰ کیلو متره پورته ا توموسفېر ته وایي.
 
په فضا کې د سلفر شیندل شوې ټوټې لمریزو وړانګو ته بېرته انعکاس ورکوي او د ځمکې وړانګې هم جذب کوي چې دا دواړه پروسې د فضا لاندې طبقه چې د ټروپو سفېر (troposphere) په نامه یادیږي سړوي. که چېرې د اورشیندې له امله په فضا کې د سلفر خپرې شوې ټوټې زېاتې وي نو په ټوله ځمکه کې سړه هوا او د فصل کرنه نا ممکنه کیږي، د ټولې ځمکې په اقلیم کې د څو کالو لپاره بدلون رامنځته کیږي.
 
لویه اور شیندنه د دې وړتیا لري چې د سلفر ډیوکسایډ او هایډروجن سلفایډ ټوټې د فضا د سټراټوسفېر طبقې ته ولیږدوي. همداسې د اور شیندنې ایرې کولای شي د څو میاشتو لپاره په سیمه کې د غبار یا لړې په څېر پاتې شي. او د سلفر ټوټې چې سټراټوسفېر کې خپرې شوې وي د دې وړتیا لري چې د څو کلونو لپاره د لمریزو وړانګو مخه ونیسي او بېرته ېې د فضا په لور منعکسې کړي.
 
داسې شواهد شته چې د اورشیندنې ژمی د نړۍ په تاریخ کې څو ځله رامنځته شوی. یو تر ټولو سخت د اور شیندنې ژمی د ۷۱۰۰۰ او ۷۴۰۰۰ کلونو وړاندې تر منځ راغلی وو. دغه ژمی د سومترا ( Sumatra) د ټاپو په توبه غره (Mount Toba) کې د ۲۸۰۰ کیلو متره مکعبه اور شیندنې له امله رامنځته شوی وو. د یخونو د هستو شواهد ښي چې د ځمکې تودوخه ۳–۵ °C ته رسېدلې وه. د ۱۷۸۳ کال له جون تر د ۱۷۸۴ کال فیبروری میاشتې پورې په ایسلنډ کې اورشیندنه وشوه چې تقریبا ۱۲.۵ کیلومتره مکعبه لاوا (lava) وه. د دې اورشیندنې وروسته د اروپا په ډېرو برخو کې د ایرو غبار ښکارېده او د ۱۷۸۳–۸۴ کلونو تر منځ سخت ژمی په ټوله اروپا کې راغی.
 
په ۱۹ پېړۍ کې، د اندونیزیا د سومباوا (Sumbawa) ټاپو په تمبورا غره ( Mount Tambora) کې دوه اور شیندنو د اور شیندنې ژمی راوست. دغې اور شیندنې تقریبا ۱۰۰ کیلو متره مکعبه ایره وشیندله او په ۱۸۱۵ کال کې دې اور شندنې د نړۍ تودوخه ۳ °C ته راکمه کړه. په دې کال کې په شمالي امریکا او اروپا کې د اوړي موسم رانغی. دویمه اور شیندنه په ۱۸۸۳ کال کې وه چې تقریبا ۲۱ کیلو متره مکعبه د ډبرو ټوټې ېې وشیندلې چې د کراکاتوا ټاپو (Krakatoa) زېاته برخه زیانمنه کړه .

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons