د تېو بادونو سیمه – Jet stream

د اوږد، نري او د تېز باد سیمه چې معمولا په منځني ټروپو سفېر (troposphere) او یا لاندې سټراټوسفېر (stratosphere) کې د لرې شمال، شرق او لرې جنوب په لور لږيږي. د تېزو بادونو د سیمو ځانګړتیا د بادونو حرکت ده کوم چې عمودي پرې کوونکی یا قطع کوونکی عمل کوي. او ګمان کیږي چې د هوا دڅرګندې بې ثباتۍ (clear air turbulence) رامنځته کولو مسول ده.
د تېزو بادونو دا سیمې په لومړي ځل یوه پیلوټ د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال کشف کړې. د دې سیمې د بادونو تېزوالی، د دې بادونو د مرکز په اوږدو کې، په یوه ثانیه کې ۹۰ متره او په یو ساعت کې تر ۲۰۰ مایله پورې ده مګر د تګ لور ته ېې سرعت ډېر ژر کمیږي (سرعت ېې دوام نکوي). د دې بادونو یوازې نرۍ ډلې له ۶ تر ۱۴ کیلو متره لوړوالي کې تېز سرعت لري.
په فضا کې دا ډول بادونه په تودوخه کې له افقي توپیر کوم چې په عمودي فاصله کې موجود وي رامنځته کیږي (توپیر په افقي توګه رامنځته کیږي مګر په کومه تودوخه کې چې رامنځته کیږي عمودي شکل لري). د تودوخې دا توپیر د جاذبې یا جذب افقي فشار تولیدوي چې دوه ډوله بادونه (geostrophic and gradient winds) بادونه راپیدا کوي. څومره چې د تودوخې توپیر زېات وي همدومره د تېزو بادونو سیمه پراخه وي.

د تېزو بادونو سیمې له نړی په نامنظمه توګه یا کوږ وږ شکل کې تاویږي؛ له هر فصل سره ېې موقعیت او سرعت کې توپیر راځي. په ژمي کې د استوا کرښې ته نږدې وي او له اوړي څخه ېې سرعت زېات وي. په هره نیمه کره کې دوه او کله نا کله درې د تېزو بادونو د سیمې سیستمونه وي، چې یو ېې د قطبي مخ (polar front) سره په منځني عرض البلدونوکې ده. بل توپیر لرونکی سیستم ېې چې د (Subtropical Jet Stream) په نامه یادیږي او د نیمه استوایي د لوړ فشار د کمربند له پاسه ده د مناسبې هوا سره تړاو لري. په اوړي کې درېم سیستم د جنوب شرقي اسیا له پاسه رامنځته کیږي چې د هند، عرب سمندرګي او استوایي افریقا له پاسه وي؛ د (tropical jet stream) په نامه یادیږي، د هند او افریقا د اوړي د موسمي بادونو (summer monsoons) پر جوړښت اغیز کوي. 


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons