د کاناډا د فضایي لوړ فشار مرکز – Canadian high

د شمالي امریکا د فضایي لوړ فشار مرکز (North American high) په نامه هم پېژندل کیږي. په شمالي کاناډا کې د کمې تودوخې له امله تولید شوی نیمه دایمي د لوړ فشار مرکز ده. چې د شمالي امریکا لویه برخه هم د پوښښ لاندې راولي. د جنوري په میاشت کې د دې مرکز د سمندر د سطحې د فشار کچه (1,020 millibars or 30.12 inches of mercury) ده. ډېر وخت د جنوب لور ته حرکت کوي چې پای کې د اطلس سمندر (Atlantic Ocean) ته رسیږي چېرته چې د ازورېس (Azores high) د لوړ فشار له مرکز سره یو ځای کیږي. په اوړي کې د دې فشار مرکز ځای هرې خوا ته بدلیږي او په جنوبي کاناډا، شرقي او مرکزي امریکا کې د وچ یخ باد لامل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons