د ګلۍ ورېدنه – Hail

د یخ د ټوټو ورېدنه چې قطر ېې تقریبا له ۵ ملي متره تر ۱۵ سانتي متره پورې امکان لري. که چېرې له ۵ ملي متره څخه ېې قطر کم وي په هوا پېژندنه کې ورته (sleet) وایي. که چېرې قطر ېې له ۵ ملي متر زېات وي نو له کومولونیمبوس ورېځ (cumulonimbus clouds) وریږي او ځنې وخت تالنده او برېښنا هم ورسره مل وي. کله چې ورېځ په غېرې منظمه توګه په فضا کې یو ځای شي او د فضا د تودوخې درجه له ۰ °C څخه لوړه نه وي د ګلۍ د ورېدنې لامل ګرځي. د ګلۍ ورېدنه تعمیرونو او کرنې ته سخت زېان اړوي او که ډېره غټه وي نو هغه حیوانات چې د ګلۍ لاندې وي هم خپل ژوند له لاسه ورکولای شي


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons