د (Angiosperms) او (Gymnosperms) بوټو تر منځ توپیر څه ده ؟

دواړه د رګ لرونکو بوټو (vascular seed plants) لوی ګروپونه دي، د رګونو د نسجونو سیستم یې دوه برخې لري یوه برخه د (xylem) په نامه ده کومه چې ریښو ته د داخل شوو اوبو تر ټولو پاڼو پورې انتقال کوي او بله برخه یې (phloem) ده کوم چې له لمړۍ برخې سره په موازي توګه غزېدلې یا اوږده شوې وي او دنده یې په پاڼو کې د تولید شوې, اوبو کې حل شوې بورې د بوټي ټولو برخو ته انتقال ده.
 
انجیو سپرم (Angiosperms) ټول ګل کونکي بوټي دي د بوټو په پلانټای کېنګډم (kingdom Plantae) کې تر ټولو لوی ګروپ ګڼل کیږي په کوم کې چې تقریبا ۳۰۰۰۰۰ ډولونه شامل دي دنړۍ ۸۰ % بوټي د همدې ګروپ غړي دي، زړي، مغزي او یا هم تخم یې پوښ (carpel) لري.
 
جیمنو سپرم (Gymnosperms) د بوټو کوچنی او زوړ ګروپ ده، تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه لري او مغزي یا تخم یې پوښ (carpel) نلري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons