سایکلو جېنېسیز – Cyclogenesis

په هوا پېژندنه کې د استوا څخه بهر د ګرد باد (extratropical cyclone) پروسه یا بهیر د دې باد پرمختګ او ځواکمن کېدلو ته وایي. دا پروسه د سړو او یخو بادونو د منځ له ټکي له اختلال یا کم مزاحمت څخه پېل کیږي او د دې بادونو مخې ته د څپې شکل ورکوي. کله چې په دې پروسه رامنځته شوي اختلال کې فضایي فشار په تدریجي شکل په کمېدو شي نو په ګرد باد (cyclone) بدلیږي. له ګرد باد کېدو وروسته د استوا او قطب په لور حرکت کوي.
کله چې دا ګرد باد ځواکمن شي نو سړه او لنده هوا ډېر ژر د استوا په لور حرکت کوي او د کولډ فرنټ (cold front) ورقه له ۱ تر ۵۰ پورې جوړوي. د خپرېدو سرعت ېې په ثانیه کې له ۸ تر ۱۵ مترو (په ساعت کې ۱۸ تر ۳۴ مایله) پورې وي. همداسې لږ لوند ګرم باد د شمال په لور حرکت کوي او له ۱ تر ۲۰۰ پورې وارم فرنټ (warm front) جوړوي او د خپرېدو سرعت ېې په ثانیه کې له ۲.۵ تر ۸ مترو (ساعت کې ۶ تر ۱۸ مایله) پورې وي. د دواړو تر منځ په سرعت کې توپیر سړو بادونو ته اجازه ورکوي چې له ګرمو بادونو مخکې شي او ګرم بادونه وروسته پرېدي او یو بل پېچلی فرنټ رامنځته کړي چې د (occluded front) په نامه یادیږي چې ډېر وخت د طوپان لامل ګرځي.
کله چې دا ګرد باد کمزوری شي او له منځه ولاړ شي (cyclolysis) ورته وېل کیږي. د استوا څخه بهر د ګرد باد (extratropical cyclone) چټکې رامنځته کېدو ته (explosive cyclogenesis) وایي او ډېر وخت په ژمي کې د طوپان وجه ګرځي او دا هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د سطحې فشار له (24 millibars per day) څخه کم شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons