طلایي باز – Golden eagle

طلایي باز (Aquila chrysaetos) تېز نصواري رنګ لري، د کورنۍ نوم ېې اکسیپیټریډای (Accipitridae) ده. په غاړې او سر ېې د نیزې په څېر طلایي رنګه بڼکې لیدل کیږي. خړه مښوکه لري او د مښوکې له پاسه ېې زېړ رنګ لیدل کیږي، د پښو له پاسه ېې ګڼې بڼکې شتون لري او غټې زېړې پښې لري. وزرونه ېې تر ۲.۳ متره پورې خپریږي. د مکسیکو ملي مارغه ګڼل کیږي. دمرغانو پېژندونکو په ټوله نړۍ کې د دې مرغانو تعداد ۱۶۰۰۰۰ تخمین کړی چې ۸۰۰۰۰ ېې په شمالي امریکا، ۱۸۰۰۰ په اروپا کې، ۹۰۰ په انګلستان کې دي مګر ډېر ېې د روسیې په لوړو غرونو کې پېدا کیږي. په سایبریا، کوچنۍ اسیا، چین پاکستان، ایران او چاپان کې هم پرېمان شته دي. په ډبرو، طبي سمڅو او یا لوړو ونو کې ځالې جوړوي. له یوې تر څلورو خو ډېر وخت دوه هګۍ کوي، دواړه نر او ښځه په خپل نوبت سره په هګیو کیني، له ۴۰ تر ۴۵ ورځو پورې ېې بچیان له هګیو راوځي. یو یا دوه بچیان ېې ژوندي پاتې کیږي او په درې میاشتو کې له ځالې الوتنه پېل کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons