Arabian horse – عربي اسونه

له ډېره پخوا ښه نسل ګڼل کیږي. چټکه منډه وهي او پرته له دمې کولو د اوږد واټن منډه وهلای شي. هوښیار او د نرم طبیعت اسونه ګڼل کیږي. د نسل تاریخ یې نامالوم ده خو ګمان کیږي چې نسل یې په ۷ پېړۍ کې سعودي کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې له لارې یې د خپل نسل ځانګړنې نورو اسونو ته هم ورکړي.
 
واړه اسونه دي، واړه سرونه لري، د پوزې سوري یې لوی وي، بهر وتلې سترګې لري او لنډه ملا لري. د ملا تیر یې معمولا ۲۳ مهرې لري خو د نورو اسونو د ملا مهرې ۲۴ وي. تر ۱۵۲ سانتي متره پورې یې قډ لوړیږي او وزن یې له ۳۶۰ تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مختلف رنګونه لري خو ډېر وخت خړ رنګ کې وي. تر ټولو نامتو د نسل اخیستنې فارم یې د سعودي په نجده کې وو خو اوسمهال یې نسل د نړۍ په ډېرو سیمو کې اخیستل کیږي.
Halterstandingshotarabianone
Arabian mare photo by Ealdgyth

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons